Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ناټو د بهرنيو چارو وزيران دافغانستان په اړه خبرې کوي

کابل ( پژواک، ٢ چنګاښ ٩٣ ) : د ناټو او ايساف همکارو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د ځانګړې غونډې پر مهال به په افغانستان کې د ناټو د نوي ماموريت عملياتي پلان  ته وروستۍ بڼه ورکړي.

په بلجيم کې د ناټو سازمان وياندې اووانا لنګوسکي دچنګاښ په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا دوه ورځنۍ غونډه سبا د چنګاښ په ٢مه، پيليږي.

هغې زياته کړه، چې د غونډې په لومړۍ ورځ به دشمالي انتلانتيک د شورا غونډه وي، ورپسې به د ناټو اوکراين د کمېسيون ګډه غونډه جوړه شي او د اوکراين د وروستيو حالاتو په اړه خبرې وشي.

د نوموړې په وينا، د غونډې په دويمه ورځ به د ناټو د ٢٨ غړو هېوادونو او د ايساف د همکارو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د ناټو وياندې وويل، چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ، اروپايي ټولنې ځانګړى استازى  ګډون کوي او د جاپان استازي ته په ځانګړې توګه بلنه ورکړل شوې ده.

د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکېب مستغني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ارشاد احمدي ګډون وکوي.

بلخوا د ناټو ځينې سرچينې وايي ، چې د افغانستان په اړه په ځانګړې غونډه کې به ناټو د خپل نوي ماموريت ، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته پيلېږي، عملياتي پلان ته وروستۍ بڼه ورکوي.

ټاکل شوې ده، چې د ناټو د روزنې، همکارۍ او مشورې په نوي ماموريت کې  شاوخوا ١٢ زره سرتېري ونډه واخلي.

امريکا پخوا اعلان کړى، چې د ناټو په نوي ماموريت کې به يې ٨٠٠٠ سرتېري شامل وي، دغه راز يو شمېر نورو هېوادونو هم د ناټو په نوي ماموريت کې د ګډون ژمنې کړې دي.

د يادونې ده ، چې نږدې درې اونۍ مخکې د ناټو او ايساف همکارو هېوادونو ددفاع وزيرانو د خپلې غونډې پر مهال د افغانستان ملي ځواکونو سره د دوامدارې همکارۍ ژمنه کړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.