Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک ٢ چنګاښ ٩٣): په قبايلي چارو کې د ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان ته راغلو له وزيرستاني کډوالو سره دې بېړنۍ مرستې وشي.

وروسته له هغه چې د پاکستان پوځ پر قبايلي سيمې شمالي وزيرستان ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي دي، سلګونه کورنۍ خوست او پکتيکا ولايتونو ته راکډوالې شوې دي.

په قبايلي چارو کې د ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود د چنګاښ په ٢مه پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل چې له وزيرستانه راغلي کډوال په بد حالت کې دي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه: ((لکه څنګه چې په تېرو څو کلونو کې پر افغانانو جنګونه تپل شوي، همدا ډول پر وزيرستانيانو هم جنګ تپل شوى دى.))

د نوموړي په وينا، له تېرو څو کلونو راهيسې په سوېلي او شمالي وزيرستان کې د مسعودو، وزيرو او داوړو قبيلو لسګونه مشران په مرموز ډول وژل شوي دي.

شهزاده مسعود وويل، لکه څنګه چې ولسمشر حامد کرزي نړيوالې ټولنې ته بار بار ويلي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې دې عام خلک ونه وژل شي، دغه راز د پاکستان خلک هم بايد د يادو عملياتو پر مهال د عامو خلکو له مرګ ژوبلې ډډه وکړي.

په قبايلي چارو کې سلاکار وزير وويل چې د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال کله چې افغانان کډوال شول، نو هغوى په خپلو کورونو کې افغانانو ته ځاى ورکړل.

دى وايي، اوس چې د وزيرستان خلک دېخوا ته راغلي دي، دوى نور مهاجرين نه دي، بلکې دلته د خپلو خلکو تر منځ مېلمانه دي.

شهزاده مسعود د نړيوالې ټولنې تر څنګ د افغانستان له حکومت، د خوست او پکتيکا له ځايي چارواکو او ملي سوداګرو وغوښتل چې د وزيرستان له کډوالو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

بلخوا د خوست ولايت چارواکو هم پر نړيوالې ټولنې غږ کړى، چې له وزيرستان څخه راغليو خلکو سره بيړنۍ مرستې وکړي.

د خوست ولايت مقام لخوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې والي عبدالجبار نعيمي پرون په کابل کې د ولسمشر کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې د وزيرستان د کډوالو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې والي عبدالجبار نعيمي د ملي امنيت شورا په دې غونډه کې له وزيرستاني کډوالو سره د بېړنيو مرستو غوښتنه کړې ده.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي ويلي چې تر دې مهاله په زرګونو کورنۍ خوست ولايت ته را کډه شوې چې د محلي ادارې، د ملګرو ملتونو د مرستندويه بنسټونو او عامو خلکو له لوري ور سره د مرستو لړۍ روانه ده.

د خوست والي د ملي امنيت د شورا په غونډه کې د خوست د ولسونو د هغو مرستو او همکاريو يادونه هم وکړه چې له راغلو کډوالو سره يې هره ورځ کوي.

نوموړي وويل چې د خوست خلکو راغلو کډوالو ته په خپلو کورونو کې ځاى ورکړى او خپله ډوډۍ يې ورسره نيمايي کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.