Language

د کندهار پوهنتون تښتول شوي استادان او محصلين خوشي شول

غزني ښار (پژواک ٢ چنګاښ ٩٣): د غزني چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د کندهار پوهنتون يرغمل کړي استادان خوشي بېرته خوشي کړي دي.

دغه استادان او محصلين چې ټول ٣٥ تنه وو، د غبرګولي په ٢٠مه د غزني د اندړو ولسوالۍ د ملا نوح بابا سيمې اړوند د کندهار- کابل له لويې لارې وسله والو له موټرو ښکته کړل او له ځان سره يې بوتلل.

له دې ډلې د وسله والو په بريد کې يو تن ټپي شوى هم وو.

د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه استادان تېره ورځ ناوخته د سره صليب نړيوالې کمېټې په منځګړيتوب په غزني ولايت کې خوشي شوي دي.

احمدي په دې اړه ډېر څه ويل له وخته مخکې بولي او وايي، د دې مسئلې بشپړ جزئيات به وروسته وړاندې کړي .

له خوشي شوو استادانو جاوېد له پژواک سره په ټيلېفوني اړيکه کې وويل، چې د وسله وال طالبانو له بنده خوشي شوي دي.

ده په دې اړه، چې له خوشي کېدو وروسته چېرته تللي معلومات ور نه کړل.

د استاد جاوېد په وينا، طالبانو لا هم لس استادان يرغمل ساتلي او نه يې دي خوشي کړي.

ده وويل: ((موږ څو څو استادان سره يو ځاى ساتل کېدو، ټول سره يو ځاى نه وو، کله به يې د غزني يوې ولسوالۍ ته بوتلو او کله بلې ته . ډېر کله به يې پر موټرسايکلو ګرځولو.))

ده د پېښې د څرنګوالي په اړه ډېر څه ونه ويل.

تر دې څو ورځې مخکې د ګيرو ولسوال عبدالله خيرخواه پژواک ته ويلي وو، چې د يرغمل شوو استادانو له ډلې لس يې پاکستان ته انتقال شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې کندهار پوهنتون ۳۳ استادان او محصلین يې وروسته له څېړنو د دوى په وينا په درناوي سره خوشي کړل.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې له دغو کسانو ۲۳ يې غزني ته رسېدلي او لس نور د موټر د تخنيکي ستونزې له امله په لاره کې پاتې دي، چې په وينا يې نن سهار به غزني ته ورسېږي.

سرچينه وايي، ياد استادان يې لس ورځې مخکې د خاصو راپورونو پر بنسټ په غزني ولايت کې نيولي وو او د بې ګناهۍ له ثابتېدو وروسته يې خوشي کړل.

تر دې مخکې ولايتي چارواکو ويلي وو، چې طالبانو يې ورلېږلي مرکچي پلاوي ته ويلي، چې يرغمل کړي استادان به له دويم پړاو ټاکنو وروسته خوشي کړي.

Related Topics