ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ضياء الحق امرخېل له دندې استعفا وکړه

ضياء الحق امرخېل له دندې استعفا وکړه

author avatar
23 Jun 2014 - 16:08
ضياء الحق امرخېل له دندې استعفا وکړه
author avatar
23 Jun 2014 - 16:08

کابل (پژواک، ٢چنګاښ ٩٣): د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم له خوا د ټاکنيزو درغليو د پرله پسې تورونو له امله د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر ضياء الحق امرخېل له خپلې دندې استعفا وکړه.

امرخېل وويل، “زما د استعفا علت بل هېڅ نه، فقط له دغو ټاکنو څخه ساتنه ده” او د افغانستان د ملي ګټو او د ټاکنيز بهير د نجات لپاره يې دا پرېکړه په خپله خوښه وکړه.

ده زياته کړه: “نن غواړ د مملکت د بهبود په خاطر، نن غواړم د افغانستان د خلکو د ژوند د بهبود په خاطر، نن غواړم د اعتمادسازۍ د پروسې د بهبود په خاطر، نن غواړم چې ملي نهادونه ملي پاتې شي. د افغانستان د خلکو پروړاندې او د ټاکنو د کميسيون د رهبرۍ پروړاندې، له خپل دندې څخه رسمي استعفا وکړم.”

نوموړي له عبدالله عبدالله وغوښتل، چې اوس نو له ټاکنيزو بنسټونو سره خپل پرېکون پاى ته ورسوي، د ټاکنو کميسيون د پرېکړو درناوى او له ټاکنيز بهير ملاتړ وکړي او “هغه توافق يې چې په اوله ورځ يې د ټاکنو له خپلواک کميسيون سره امضا کړى، د هغې اصولو او مقرراتو به احترام کوي.”

امرخېل د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله ته په اشارې سره وويل چې لومړى يې د ټاکنو د ښه ترسره کېدو هرکلى وکړ، خو کله چې پوه شو رايې یې کمې دي، نو د ټاکنو له بهير سره يې پرېکون وکړ.

عبدالله له څو ورځو راهيسې له ټاکنيزو کمېسيونونو سره خپلې اړيکې ځنډولې دي. دى وايي چې دغو کمېسيونونو په ځانګړې توګه امرخېل په لوى لاس دده د ټاکنيز سيال اشرف غني احمدزي په ګټه په ټاکنو کې درغلي کړې ده.

ټاکنيز بهير ته د بېرته را ګډېدو لپاره د امرخېل د دندې ځنډول، د عبدالله يو له عمده غوښتنو وه.

د عبدالله ټاکنيزې ډلې تېره ورځ د ټېليفوني خبرو يو غږيز کلېپ د رسنيو په واک کې ورکړ او ادعا لري، چې امرخېل تر ټاکنو وړاندې د اشرف غني احمدزي په ګټه پراخو درغليو ته لاره هواره کړې.

خو امرخېل نن تر استعفا شېبه وړاندې په خپلو خبرو کې پر ځان په ټاکنو کې د هر ډول درغليو تورونه رد کړل او د عبدالله د ټيم له خوا دده په نوم خپور شوى ټېلېفوني غږ يې جعلي وباله.

ده وويل ، چې په ډېموکراسۍ، عدالت او ټاکنو باور لري او هېڅکله يې هم د درغليو هڅه نه ده کړې.

نوموړي د ټاکنيزو شکايتونو له کميسيون څخه وغوښتل چې پر ده لګېدلي تورونه دې وڅېړي.

امرخېل په رسنيو کې خپاره شوي غږيز کلېپ ته اشارې او دا يې د ځان پر وړاندې توطيه وبلله او ويې ويل چې دې لړۍ له تېر يوه کال راهيسې دې بهير دوام درلود خو د چا نوم يې وانخست.

د دارالانشاء مشر د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې د ولسمشريزو ټاکنو په لومړي پړاو کې ورته د لوړو څوکيو او مالي امتيازاتو پېشنهاد شوى ترڅو د يوه کانديد په ګټه درغلي وکړي، خو دا وړانديزونه يې د ولس او هېواد د ملي ګټو په خاطر رد کړي دي.

امرخېل همداراز د خپلو خبرو په اوږدو کې د ځېنو امنيتي چارواکو يادونه وکړه چې تور پورې کړ چې نه يواځې د ټاکنو په بهير کې بې طرفه نه وو، “بلکې د سرتاسري ټاکنو پروړاندې، يو مزاحمت او همدارنګه د خلکو محرومه کول او سيستماتيک شکل باندې مراکزو بندولو هڅه يې کړې ده” خو دى يې پروړاندې درېدلى دى.

د ټاکنو د کمېسيون رييس احمد يوسف نورستاني وويل، چې امرخېل د هېچا له خوا استعفا ته نه دى اړ شوى، بلکه په خپله خوښه يې د دندې پرېښودل غوره کړل.

نورستاني د امرخېل پر استعفا خواشيني وښوده.

ده زياته کړه: “د ټاکنو کميسيون او د کمشنر صاحبانو په استازيتوب، ډېر خواشينى يم چې موږ نن د ټاکنو خپلواک کميسيون د دارالانشاء د مشر ښاغلى ضياء الحق امرخېل چې يو پياوړى کارکوونکى، فعال، انرژي لرونکى او هېوادپال په خپل رضايت نن خپله دنده پرېږدي.”

 نورستاني وويل چې د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم لخوا خپور شوى غږ هم د امرخېل له استعفا سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې ده د ملي ګټو لپاره ونه غوښتل چې د ټاکنو بهير دده په خاطر پر ستونزې واوړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.