Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په وسله وال نښته کې ١٨ ملکي وګړي ټپيان شول

جلال اباد(پژواک ٢چنګاښ ٩٣): څو شېبې مخکې د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د وسله والو او افغان ځانګړو ځواکونو ترمنځ نښته کې ١٨ ولسي وګړي ټپيان شول.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي د چنګاښ په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه شاوخوا يوه بجه د ځانګړو ځواکونو کتار غني خېلو ولسوالۍ ته پر لاره وو، چې د مارکو په سيمه کې پرې وسله والو بريدوکړ.

د عبدالزي په وينا په ځوابي ډزو کې نښته رامنځته شوې، چې له امله يې تر لسو زيات ملکي وګړي ټپيان دي، چې د غني خېلو روغتون ته وړل شوي

ده وويل، وروسته به معلومه شي، چې دا ملکي کسان د کومې غاړې په ډزو کې ټپيان شوي دي.

خو د غني خېلو د روغتون مشر ډاکټر ګل الرحمن پژواک ته وويل، چې له دې پېښې يې ورته ١٨ تنه ټپيان راوړي دي.

هغه د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه معلومات ور نه کړل.

د سيمې يو تن اوسېدونکي او د پېښې عيني شاهد ياسين پژواک اژانس ته وويل، چې له وسله والو سره د جګړې پر  مهال چاودنه هم شوې ده.

په دې اړه به  نور معلومات وروسته خپاره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.