کلات (پژواک ٢ چنګاښ ٩٣) : د زابل امنيتي چارواکي وايي چې د سړک غاړې د ماين چاودنې د ملي اردو اوه سرتېري وژلي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د دغه ولايت د شاه جوى ولسوالۍ ولسوال ملک علي محمد د چنګاښ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار د کابل-کندهار پر لويه لاره رامنځته شوې ده.
د ده په خبره، چې د ملي اردو د سرتېرو کاروان د شاه جوى ولسوالۍ د ګاه جوى په سيمه کې د تېرېدو په حال کې وو، چې چاودنه ورباندې وشوه .
د ولسوال په خبره، چې په چاودنه کې اوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي او يو موټر يې هم له منځه تللی دی.
نوموړی وايي، چې له پېښې وروسته امنيتي ځواکونو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي او لا هم دوام لري.
وسله والو طالبانو د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستی دی.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د سړک غاړې ماين چاودنې د ملي اردو يو ټانګ له منځه وړی او په کې سپاره ټول سرتېري وژل شوي دي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP