Language

په بلخ کې پنځه پوليس او څلور طالبان ووژل شول

مزارشريف (پژواک ٦ چنګاښ ٩٣):  د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې پنځه ملي پوليس او څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د چمتال ولسوال عبدالمتين خواجه زاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر مازديګر  لسګونه وسله والو موټرسايکل سپرو د يادې ولسوالۍ د جوى ښار پر امنيتي پوستو د سپکو او درنو وسلو بريد وکړ چې له امله يې پنځه پوليس وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، وروسته د چمتال له امنيې قوماندانۍ او له مزارشريف څخه مرستندوى ځواکونه سيمې ته ولېږل شول او جګړې تر څلورو ساعتونو دوام درلود.

د خواجه په وينا، چې په دې نښته کې څلور وسله وال طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د يوه وژل شوي پوليس شفيق الله ماما، عطا محمد پژواک ته وويل: ((زه د خپل خوريې پر شهادت چې د وطن د دفاع لپاره و، فخر کوم.))

عطا محمد وايي، چې نن دغه ځوان د خپلوانو له خوا خاورو ته وسپارل شو.

نوموړي زياته کړه، چې په وژل شوو پوليسو کې د چاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي دوه وروڼه هم شامل دي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي د خپلو کسانو مرګ ژوبله نه مني او  ادعا کوي چې دوى په دغه بريد کې اوه اربکيان وژلي او درې پوستې يې نيولې دي.