Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دوه پوليس او دوه وسله وال وژل شوي

ښرنه ( پژواک، ٧ چنګاښ ٩٣ ) : د پکتيکا په سرروضه ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې دوه پوليس او  دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

ددې ولايت امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل دچنګاښ په ۷ مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر ګزمې بريد کړى و.

هغه زياته کړه، چې تر دې بريد وروسته نښته رامنځته شوې وه، چې په ترڅ کې يې دوه پوليس او ديوه قوماندان په ګډون دوه وسله وال طالبان ووژل شول.

دى وايي چې وژل شوى طالب قوماندان سميع الله نومېده  او په عمري مشهور و.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد دعوه کړې، چې په نښته کې يې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.