لښکرګاه (پژواک ۷ چنګاښ ٩٣ ): که څه هم پرون د هلمند چارواکو ويلي وو، چې په سنګين کې جګړه پاى ته رسېدلې، خو ددې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې جګړې يو ځل بيا زور اخيستى او د ښکېلو غاړو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
پرون د هلمند ولايت امنيه قوماندان ويلي و، چې په سنګين کې جګړه پاى ته رسېدلې، وسله وال شاتګ ته اړ شوي او اوس چاڼيز عمليات پيل شوي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم نن په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي ، چې په سنګين کې وسله وال له ماتې سره مخامخ شوي او جګړه پاى ته رسېدلې.
خو د سنګين ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي، چې د چنګاښ په ٧مه، يې خپل ټپيان د لښکرګاه ايمرجنسي روغتون ته راوړي وو، پژواک اژانس ته وويل، چې جګړې له تېرې ورځې راهيسې يو ځل بيا په بېلا بېلو سيمو کې زور اخيستى دى.
د سنګين ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مرستيال حاجي ميراجان پژواک اژانس ته وويل چې له تېرې ورځې راهيسې يو ځل بيا په بېلا بېلو سيمو کې جګړې زور اخيستى او ګڼ شمېر ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زياته کړه، چې د ولسوالۍ د شمالي برخو نسيزو او کوټيزو سيمو امنيت له تېرو څو ورځو راهيسې سيمه يزو پوليسو ساتلی وو، خو اوس هلته وسله وال ور ننوتلي دي.
د ده په وينا ، يو شمېر نورې سيمې هم په همدې شپه او تېره ورځ ناوخته وسله والو نيولي او هرې خواته د جګړې لړۍ غځېدلې ده.
مراجان زياتوي ، چې د کوټيزو ټوله حوزه اوس وسله والو نيولې ده او بوستازو ته هم وسله وال رسېدلي دي.
نوموړي وويل، چې له کابل څخه لوړ پوړي پوځي چارواکي د ولسوالۍ سوېل ته راغلي وو، چې هغوى هم تر بريد لاندې راغلل او سخته جګړه پرې شوې ده.
د يادونې ده، چې د ملي دفاع وزارت لوى درستيز او د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال ايوب سالنګي پرون سنګين ته تللي وو.
بلخوا د يادې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو خپل ټپيان نن د لښکرګاه اېمرجنسي روغتون ته راوړي دي.
د سردار په نوم يوه تن چې له ټپيانو سره راغلى و، پژواک اژانس ته وويل ، چې دولت دې يا سيمه خوندي کړي او يا دې وسله والو طالبانو ته پرېږدي.
هغه زياتوي، چې له تېرې شپې راهيسې ګڼ شمېر ملکي وګړي او پوليس د سنګين په بېلابېلو سيمو کې وژل شوي ، خو دوى وکولى شول، يواځې څو ټپيان دلته ورسوي.
د عبدالرحمن په نوم د سنګين ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، د ولسوالۍ داسې کور نشته، چې په کې مرګ ژوبله نه وي اوښتې.
هغه زياتوي، چې اوس هم ګڼ شمېر مړي او ټپيان د کليو په لارو کوڅو کې پراته دي، خو د جګړې له امله يې څوک نشي پورته کولى.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چې که څه هم د شمالي دريېو ولسواليو نوزاد، کجکي او موسی کلا جګړه پاى ته رسېدلې، خو په سنګين کې اوس هم ډېرې ستونزې شته.
د نوموړي په وينا، تر اوسه يواځې په سنګين ولسوالۍ کې ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۲۰۰ زيات ملکي وګړي ژوبل شوي دي.
د هلمند د عامې روغتيا يوه چارواکي، چې دنوم له اخيستلو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه پورې ددې ولايت بېلابېلو روغتونونو ته له سنګين څخه ٣١٢ ټپيان ور وړل شوي، چې ٢١ تنو يې په روغتونونو کې ساه ورکړې ده.
سرچينه زياتوي ، چې په يادو ټپيانو کې او مړو کې د ملکي وګړو ترڅنګ امنيتي سرتېري هم شامل دي.
په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل ، چې دوى ته تر پرون پورې له سنګين څخه ١١٤ ټپيان راوړل شوي ، چې ډېرى يې ښځې او ماشومان دي.
له سنګين څخه راغلو خلکو پژواک ته ويل، چې له داسې وسله والو سره هم مخ شوي، چې په پښتو، فارسي او اردو ژبو نه پوهېږي.
دوى ادعا کوله، چې ځايي وسله والو ورته ويلي، چې د پاکستان د پوځ له خوا پيل شوې د شمالي وزيرستان جګړه په افغانستان کې د جګړې د دوام په موخه پيل شوې ده.
د سنګر په نامه د سنګين يوه اوسېدونکي دا هم زياتوله، چې د پاکستان له کويـټې څخه ټول طالبان د هلمند جګړو ته رالېږلي شوي.
ولسمشر حامد کرزي هم تېره اونۍ يو شمېر قومي مشرانو سره دليدنې پر مهال په ډاګه کړې وه، چې د سنګين جګړه د پرديو موخو لپاره د پرديو وسله والو له خوا پيل شوې ده.
تر دې مخکې د هلمندوالي جنرال محمد نعيم ويلي وو، چې د سنګين د جګړې مشري پاکستاني پوځي افسران کوي.
د سنګين جګړه چې يوه اونۍ وړاندې پيل شوې، د مُلکي خلکو په ګډون د جګړې د دواړو ښکېلو خواوو لسګونو کسانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP