کابل ( پژواک، ٧ چنګاښ ٩٣ ) : د افغانستان د کرکټ بهرنى روزونکى وايي ، چې په افغان لوبغاړو کې د کرکټ لوبې لوړ استعدادونه شته .
د انګلستان پخوانى لوبغاړى انډري مولز تېره مياشت د افغانستان د کرکټ د توپوهنې په برخه کې د روزونکي په توګه ټاکل شوى ، څو د راتلونکي کال د نړيوال جام د تياريو په برخه کې مرسته وکړي.
هغه نن د چنګاښ په ٧ مه، د افغانستان کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال افغانستان د کرکټ لوبو لپاره خوندي ځاى وباله.
مولز د افغانستان حالات ډاډمن وبلل او هغه امنيتي اندېښنې چې د ده له راتګ څخه د مخه ګواښمنې بلل کېدې، رد کړې.
نوموړي د افغانستان کرکټ ادارې ستاينه وکړه، چې په ډېره کمه موده کې يې ډېر پرمختګونه کړي او په نړيوالو يې ځان منلى ده.
انډري مولز دافغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې او نورو لوبغاړو يادونه وکړه او ويې ويل ،چې د لوړو استعدادونو خاوندان دي.
هغه زياته کړه، چې افغانان له کرکټ لوبې سره بې کچه مينه لري او د بېلګې په توګه يې تېره اونۍ د باباى ملت ولايتي سياليو د پاى لوبې پر مهال په سخته ګرمۍ کې د کابل نړيوال لوبغالي ته د زرګونو مينه والو راتګ په ګوته کړ.
په ياده خبري غونډه کې دافغانستان کرکټ بورډ لوى رييس او سلاکار وزير شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ مرستيال نسيم الله دانش او د ادارې نورو مسوولينو هم برخه اخيستې وه.
شهزاده مسعود د انډري مولز له راتګ او له ملي لوبډلې سره د نوموړي کار او زيار څخه د مننې ترڅنګ د نوموړي پر روزنيزې مخينې هم رڼا واچوله .
هغه ياد روزونکى د نړيوال جام سياليو پر مهال د اسټرليا او نيوزيلنډ له اقليم او حالاتو سره د بلدتيا درلودو پر بنسټ يو وړ روزونکی وباله.
انډري مولز ته په پای کې د شهزاده مسعود له لوري د افغانستان د ملي لوبډلې کالي د ډالۍ په توګه ورکړل شول.
انډري مولز د انګلستان پخوانى لوبغاړى دى، خو د کرکټ لوبې تر پرېښودو وروسته يې د روزونکي په توګه دنده پيل کړه. هغه تر دې مخکې د کينيا، سکاټلينډ او نيوزيلينډ د ملي لوبـډلو د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP