مزارشريف ( پژواک، ٧ چنګاښ ٩٣ ) : د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د نړيوالې ورځې په پلمه په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت، توليد، قاچاق او کارونې د زياتولي په اړه د يوې غونډې په جوړولو اندېښنه وښودل شوه.
ياده غونډه د چنګاښ په ۷مه، د خط نو په نامه د اجتماعي ټولنې له خوا جوړه شوې وه، چې د دغه ولايت ديني عالمانو او د مدني ټولنو يو شمېر کارکوونکو په کې برخه اخيستې وه.
د خط نو اجتماعي ټولنې مشر عبدالقادر مصباح د يادې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دغې غونډې څخه يې موخه په افغانستان کې د نشه يي توکو د زياتولي او د روږدو کسانو ته د نړيوالې ټولنې پام اړول او همداراز د تصويري نندارتون له لارې په افغانستان کې د معتادينو د حالت وړاندې کول دي.
نوموړي د نشه يي توکو پر وړاندې غبرګون وښود او اندېښنه څرګنده کړه ، چې تر دې دمه دغه ورځ د دولت له لوري نه ده نمانځل شوې.
د هغه په وينا، په ټول هېواد کې د دوی شوې څېړنې په ډاګه کوي، چې د نشه يي توکو کر، قاچاق او کارونه يې ډېره شوې ده.
مصباح وويل، چې په دې وروستيو کې د هېواد په شمال زون کې هم د کوکنارو کر، توليد او قاچاق ډېر شوی ، چې له همدې امله دوی خپلې اندېښنې د يادې غونډې له لارې له رسنيو سره شريکوي.
نوموړي زياته کړه، کله چې د نشه يي توکو کر، قاچاق او توليد زيات شي؛ نو ورسره د نشه يي توکو کارونه هم زياتېږي.
د هغه په وينا، له همدې امله په بلخ کې د نشه يي توکو د کارونې کچه له ۵ څخه تر ۱۰ سلنې پورې زياته شوې ده.
همداراز د شمال په نهو ولايتونو کې په ۸۵ زره جريبه ځمکه کې کوکنار کرل شوي ، چې هره ورځ په دغه شمېره کې ډېروالی راځي.
مصباح وويل، چې ډېری په هغو سيمو کې کوکنار کرل شوي، په کومو کې چې ناامنۍ او زورواکي حاکم دي.
نوموړي زياته کړه، چې له هېواده بهره د کوکنارو تقاضا ډېره شوې، چې له همدې امله د کوکنارو کرونکي کروندګر د خپلو ځمکو حاصل له ترلاسه کېدو وړاندې جريب په ۲۰۰ امريکايي ډالر پلوري.
د هغه په وينا، د دوی د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې دوه سوه او ۹ زره هکتار کرنيزه ځمکه باندې کوکنار کرل شوي و، چې د دوی د حساب له مخې، بايد له لس زره ټنه څخه ډېر حاصل ولري.
د خط نو ټولنې مشر مصباح وويل، چې په افغانستان کې په کلني ډول له کرل شويو نشه يي توکو يواځې ۹۰ ټنه کارول کېږي او پاتې نور بهر ته قاچاق کېږي.
د روضې د جومات خطيب مولوي مطيع الله ، چې په ياده غونډه کې برخه اخيستې وه، وويل، چې د نشه يي توکو کښت، توليد، قاچاق او کارونه په شريعت کې ناروا ګڼل شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې دوی د خپلو تبليغاتي هڅو له لارې د نشه يي توکو د کښت او کارونې په اړه عامو خلکو ته د اسلام پيغام رسولی ، خو دولت بايد د ياد مضرو موادو د هر ډول کارونې د مخنيوي لپاره جدي هڅې وکړي.