اسعد اباد ( پژواک، ٧ چنګاښ ٩٣ ) : په کونړ ولايت کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېـل د چنګاښ په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون ناوخته د شيګل ولسوالۍ اړوند د شينکوړک په يوه غرنۍ سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې يو شمېر ماشومان د سون لرګيو د راوړلو په موخه غره ته تللي وو.
هغه زياته کړه، پر دوى د هاوان مرمۍ چاودېدلې، چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
دى وايي د يادو ماشومانو عمرونه د ١٠ او ١٥ کلونو ترمنځ وو.
امنيه قوماندان زياته کړه، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او دهغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د شينکوړک سيمې يوه اوسېدونکي زاهــدالله پژواک ته وويل ، چې وژل شوي هلکان سره وروڼه دي .
هغه زياته کړه، دوى له هاوان مرمۍ سره لوبې کولې، چې پرې چاودېدلې ده.
د يادونې ده ، چې په هېواد کې د نا امنيو او جګړو پر مهال د ماشومانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
ملګري ملتونه وايي، چې په تېر يوه کال کې په افغانستان کې تر ٥٠٠ ماشومان وژل شوي او شاوخوا ١١٠٠ نور ژوبل شوي دي.