کابل ( پژواک، ٨ چنګاښ ٩٣ ) : د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په تېرو ټاکنو کې د ولايتي چارواکو د لاسوهنو په اړه د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې ادعاوې رد کړې.
د ولسمشرۍ ددويم پړاو تر ټاکنو وروسته د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې يو شمېر اسناد او غږونه خپاره کړل، چې ګوندې د ميدان وردګو او پکتيکا واليانو په ټاکنو کې لاسوهنه کړې او ديوه ځانګړې کانديد لپاره يې کار کړى دى.
د يادو ولايتونو واليانو د بېلا بېلو خبرپاڼو په خپرولو سره د يادې ډلې ادعاوې په کلکه رد کړې او زياته يې کړه، چې د دوى په غږونو کې يې تحريف کړى دى.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا د چنګاښ په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دوى د ټاکنو د لومړي او دويم پړاو له ترسره کېدو دمخه د ټاکنو په پروسه کې، د حکومتي مسوولينو د چلند په اړه د ولسمشر فرمان، ټولو ولايتونو ته لېږلی و .
سرچينې زياته کړې، چې ولايتي مسوولينو ته د مکتوبونو له لارې لارښوونه شوې وه، چې د ټاکنو په پروسه کې د بې طرفۍ اصل په ټينګه په پام کې ونيسي.
په خبرپاڼه کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د همپالې د ډلې د ادعاوو په اړه د يادو ولايتونو د واليانو نظرونه تاييد کړي او زياته کړې يې ده ، چې له ټاکنو سره په تړلو مسئلو کې د سيمه ييزې حکومتوالۍ د مامورينو او مسوولينو د ناقانونه ښکېلتيا په اړه، د انتخاباتي کمېسيونونو له لوري، دې ادارې ته هېڅ ډول شکايتونه او اسناد نه دي رسېدلي.
سرچينه کاږي ، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره باور لري، چې انتخاباتي کمېسيونونه، د ټاکنو د پروسې د پرمخ وړلو دقانوني بنسټونو په توګه، په ټاکنو کې د هر ډول درغليو د تثبيت او تشخيصولو واک لري او که له دې کمېسيونونو څخه په رسمي توګه، د ټاکنو په پروسه کې، ددوى د مامورينو او مسوولينو د ناقانونه ښکېلتيا په اړه اسناد او اثباتيه شواهد ترلاسه شول، دا اداره به د جمهوري رياست د عالي مقام له فرمان سره سم اجراات وکړي.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره، په هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړي او دويم پړاو بريالي سرته رسېدل، د ولسواکۍ د يوه مهم اصل، د بنسټيزېدو پر لور لوی پرمختګ بولي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP