جلال اباد (پژواک٨چنګاښ٩٣): ننګرهار ته له کونړ ولايت څخه لسګونه راکډه شوې کورنۍ شکايت کوي ، چې له يوې خوا روژه، له بلې خوا ګرمۍ او بې کورۍ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
له تېرو څو کلونو راهيسې له پاکستان څخه د کونړ پر يو شمېر ولسواليو توغنديز بريدونه پيل شوي ، چې له امله يې د کونړ ولايت نورو سيمو او ننګرهار ولايت ته سلګونه کورنۍ کډه شوې دي.
له کونړ ولايت څخه راکډه شوې کورنۍ ډېرى د ننګرهار د بهسودو پول،کامې پول او د بهسودو سيند غاړو ته مېشت شوې دي، چې ډېرى يې د سرپناه له ستونزو سره مخ دي.
له شيګل ولسوالۍ څخه راکډه شوي سليمان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له خپلې سيمې څخه د توغنديو له ويرې راکډه شوي، خو په ننګرهار کې هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
دى وايي، چې که څه هم له يوې خوا بې کارۍ سخت ځپلي اوس مهال د سيند غاړې ته په خېمو کې ژوند کوي او د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ دي.
نوموړي زياته کړه : (( له يوې خوا روژه، بله خوا ګرمي او په سور تړک کې ناست يو، بې کاره هم يو، هېڅ کوم روزګار مو نشته د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ يو.))
ده پر حکومت غږ وکړ ، چې له دوى سره دې د سرپناه او خوراکي توکو په ورکړه کې مرسته وکړي.
د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکي ميراجان پژواک اژانس ته وويل ، چې پر سيمه يې شپه او ورځ د پاکستان له خوا راکټي بريدونه کېدل او په يادو بريدونو کې يې دوه ماشومان هم له لاسه ورکړي دي.
دى وايي، دوی اړ شول، چې کورونه پريږدي او يواځې له څو جوړه جامو سره د کډوالۍ ژوند غوره کړي.
ده زياته کړه: ((موږ سره تر اوسه پورې هېڅ چا مرسته نه ده کړې، زه حيران يم چې دا حکومت ويده دى دا موسسې چېرې لاړې.))
د شيګل اوسېدونکى محمد داوود هم ورته خبره کوي او وايي، چې له څو مياشتو راهيسې د کډوالۍ ژوند ته اړ شوى ، مګر تر دې مهاله ورسره چا مرسته نه ده کړې.
نوموړي وويل، چې که څه هم دوى له پخوا له ستونزو سره مخ وو، خو د روژې په رارسيدو سره د دوى ستونزې څو چنده زياتې شوې او بايد حکومت ورسره مرسته وکړي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزى هم مني ، چې له کونړ څخه ننګرهار ته د درې سوه په شاوخوا کې کورنۍ راکډه شوي او ډېرى يې د بهسود ولسوالۍ اړوند سيمو کې مېشتې دي.
نوموړي پژواک ته وويل ، چې يو شمېر کورنيو سره يې د اړينو او لومړنيو توکو مرسته کړې، خو ځينې يې پاتې دي، چې دا مهال د کډوالو چارو رياست د کارکوونکو له لوري سروې روانه ده.
د کډوالو چارو رييس زياتوي، چې يو شمېر کسانو ورته عريضې ورکړي او دوى ورسره نغدي مرسته هم کړې ده.
دى وايي: (( له هرې کورنۍ سره مو ٨٢٥٠ افغانۍ نغدي مرسته کړې، څلور بورۍ غنم،څلور قطي غوړي،نيمه بورۍ دال او د اشپزخانې سامان مو هم ورکړى دى.))
د ده په وينا، چې د کونړ له کډوالو سربېره يې د اچين ولسوالۍ له کډوالو سره هم مرستې کړي او د دوى د مرستو لړۍ دوام لري.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله هم څو ورځې وړاندې پژواک ته ويلي و ، چې د پاکستانيو بريدونو له امله تازه ١٥ سوه کورنۍ کډوال شوې دي، چې له سختو ستونزوسره مخ دي.