Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له ننګرهار پوهنتون څخه فارغ شوي سلګونه محصلين کار غواړي

جلال اباد (پژواک ٨  چنګاښ٩٣): له ننګرهار پوهنتون څخه فارغ شوي محصلين له حکومته او راتلونکي ولسمشر څخه د کار د زمينې د برابرولو او د هېواد د پوهنتونونو د علمي کچې د لوړولو غوښتنه کوي.

 

سږ کال د ننګرهار پوهنتون له ٣٨ بېلابېلو څانګو څخه شاو خوا ٢٠٠٠ نجونې او هلکان فارغ شوي دي.‌ اوس مهال په دغه پوهنتون کې کې له ١٣٠٠٠ زيات نور محصلين په زده کړو بوخت دي.

 

فارغ شوي محصلين نيوکه کوي ، چې  لا هم سلګونه فارغ شوي محصلين بې روزګاره ګرځي او بايد حکومت ورته د کار زمينه برابره کړي.

 

دوى له  راتلونکي ولسمشر څخه هم غوښتنه وکړه، چې د امنيت ترڅنګ دې فارغو شويو محصلينو ته د کار زمينه برابره کړي.

 

له انجنيرۍ پوهنځي څخه فارغ شوي نورزاده پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې وړم کال يې يو ورور هم له اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوى و، خو لا هم بې روزګاره ګرځي.

 

هغه زياته کړه : (( خلک فراغت ته خوشحاليږي، مګر زه خفه يم ځکه مخکې خو مو يوه بهانه وه چې محصلين يو، خو چې فارغ شو کورنۍ به را‌څخه تمه کوي، مګر کار او روزګار نشته.))

 

د نورزاده په خبره ، چې حکومت بايد دوى ته د کار زمينه برابره کړي او که چېرې دوى همداسې بې روزګاره ګرځي اړي دي، چې د مزدورۍ لپاره بهرنيو هېوادونو ته ولاړ شي او د حکومت هغه لګښت چې پر دوى يې د زده کړو په جريان کې کړى بې ځايه به لاړ شي.

 

له حقوقو پوهنځي فارغه شوې ياسمين هم اندېښنه ښيي او زياتوي چې په هېواد کې د سړو تر څنګ ښځو ته هم د کار زمينه نه ده برابره شوې.

 

نوموړې وايي چې  راتلونکى ولسمشر دې په خپله کړنلاره کې له امنيتي مسايلو وروسته ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.

 

هغه وايي: ((بايد د  ښوونځيو او پوهنتونونو په معياري کولو باندې بايد کار وکړي، ځکه يو شمېر پوهنتونونه غېر معياري دي.))

 

د ياسمين په خبره ، که چېرې د پوهنتونونو د علمي کچې په لوړولو کې کار وشي او ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي ، نو په هېواد کې به د ستونزو کچه ورسره راکمه شي.

 

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي څخه وړم کال فارغ شوى واحد الله وايي، چې له فراغت څخه وروسته يو کال بې روزګاره وګرځيد او له مجبوريته يې په قاچاقي ډول بهر ته د تلو فيصله وکړه.

 

نوموړي زياته کړه: (( له ډېرو سختيو وروسته ترکيې ته ورسېدم خو بېرته يې له ښې سزا وروسته را ولېږلم.))

 

ده پر راتلونکي ولسمشر غږ وکړ، چې ځوانانو ته دې د کار زمينه برابره کړي.

 

د واحدالله په وينا ، دا مهال په هېواد کې زرګونه باسواده ځوانان بې روزګاره دي او هغه ځوانان چې بې سواده دي ډېرى وخت د بې روزګارۍ له امله وسله والو سره يوځاى کيږي.

 

د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي مرستيال پوهنيار سيد سميع الله سعيدي هم ورته اندېښنه ښيي او زياتوي چې بايد له پوهنتون څخه فارغو شويو ځوانانو ته د نورو زده کړو تر څنګ د کار زمينه برابره شي.

د استاد سعيدي په وينا، ګڼ شمېر ځوانان له پوهنتونونو فارغيږي ، خو د کار د زمينې د برابرښت درک يې نه شته.

 

هغه زياته کړه: (( همدا ځوانان دي چې له پوهنتونه فارغ شي کار يې نه وي، بيا نو مجبور دي ، چې هر غلط عمل ته لاس واچوي او ترسره يې کړي.))

 

د نوموړي په وينا، هر کال د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو څخه زرګونه محصلين فارغيږي ، خو له نيمايي  زيات يې بې روزګاره ګرځي او يو شمېر يې د روزګار په موخه خارج ته ځي.

 

د سياسي چارو کارپوه او د ننګرهار پوهنتون پخوانى استاد محمد انور سلطاني هم پر حکومت او راتلونکي ولسمشر غږ کوي ، چې ځوانانو ته د کار د زمينې په برابرولو کې دې هلې ځلې وکړي.

 

سلطاني وايي: (( همدا ځوانان دي چې له بې روزګارۍ تنګ شي او وسله اخلي، بيا تا هم وژني  ما هم وژني او بل هم.))

 

د نوموړي په وينا ، چې د کار زمينه برابرول پر امنيت نېغ په نېغه اغېز لري، که چېرې ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي، نو په هېواد کې به امنيت هم ښه شي.

 

د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو دسراسري اتحاديې مشر ډاکټر لياقت عادل وايي، چې په افغانستان کې تر يو ميليون زيات کسان بې روزګاره ګرځي.

 

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې حکومت په تېرو څو کلونو کې خلکو ته د کار په پيدا کولو کې پاتې راغلى دى.

 

نوموړي له نوي ولسمشر څخه وغوښتل ، چې د نورو خلکو ترڅنګ په ځانګړې توګه د باسواده او له پوهنتونونو څخه فارغو شويو کسانو ته د کار زمينه برابره کړي.

 

د يادونې ده، چې يواځې د ننګرهار پوهنتون فارغين ياده ستونزه نه لري، بلکې د هېواد د ټولو پوهنتونونو فارغين له بې روزګارۍ سر ټکوي او وايي چې اوسنى حکومت او راتلونکى ولسمشر دې ورته دکار زمينه برابره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.