Language

غزني ښار (پژواک ۹ چنګاښ ۹۳): د زنخان ولسوالۍ ښوونکي وايي، له تېرو درېيو مياشتو راهيسې يې معاشونه نه دي اخيستي او په ښوونځيو کې هېڅ درسي مواد نه لري.

د يادې ولسوالۍ نږدې ٤٠ ښوونکي چې د احتجاج په ډول د غزني د پوهنې رياست مخې ته راټول شوي وو، ټولو په يوه خوله ويل، چې د پوهنې رياست د دې ولسوالۍ ښوونځيو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې او له دې سربېره يې د دې ولسوالۍ زياتره بستونه په غزني ښار کې نورو کسانو ته ورکړي دي.

دوى وايي، تراوسه دغې ولسوالۍ ته يو کتاب هم نه دى رسېدلى او له تېرو درېيو مياشتو راهيسې يوه ښوونکي هم معاش نه دى اخيستى او نه يې د پوهني په رياست کې کارونه په مخ ځي.

د زنخان د رحمانيه ښوونځي سرښوونکي ادم خان پژواک خبري اژانس ته وويل، سره له دې چې معاشونه يې نه دي راغلي، خو خپله دنده ترسره کوي.

هغه وايي: ((معاش خو په ځاى پرېږده، په ښوونځيو کې هېڅ نه لرو، نه کتاب نه هم درسي مواد، زده کوونکي مو هسې ورځ تېروي.))

دى زياتوي، سږکال د دغې لېسې ښوونځيو ته هېڅ کتابونه او درسي مواد نه دي استول شوي، خو هرکله چې دوى د پوهنې رياست ته خپله ستونزه بيان کړې، په نن او سبا يې تېر ايستي دي.

د دې ولسوالۍ يو بل ښوونکى رحيم الله وايي، اوس يې په ولسوالۍ کې لس ښوونځي دي، چې ټول پرانيستي دي او د وسله والو طالبانو له لوري هم کومه ستونزه نه لري، خو د پوهنې رياست له لوري زياتې ستونزې لري.

نوموړي پژواک ته وويل: ((مخکې يې بهانې کولې چې وسله وال طالبان مو نه پرېږدي، اوس خو هغوى هم څه نه وايي، ولې يې زموږ بستونه دلته ښار ته راوړي دي، د بې وزلو د خولې ګوله رااخلي او دلته يې د يوه وکيل په خوله کې ورکوي.))

هغه زياتوي: ((موږ ته داسې معلومات رسېدلي چې د پوهني رياست د دې ولسوالۍ د ښوونځيو بستونه دلته په ښار کې د زورواکو او ولايتې شورا وکيلانو خپلو خپلوانو ته خدمتي ورکړي او هلته په زنخان ولسوالۍ کې زده کوونکي بې درسه ناست وي او د ښوونکو يې معاش نه وي.))

د زنخان د ګوډلو د ښوونځي ښوونکى لعل محمد بيا وايي، د پوهنې په رياست کې داسې کسان شته، چې نه غواړي د دې ولسوالۍ زده کوونکي دې زده کړې وکړي او د دې په نوم چې ګواکې وسله وال طالبان په دې ولسوالۍ کې ښوونځي نه پرېږدي، هېڅ ډول همکاري نه کوي.

د هغه په خبره، دا په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو په دغې ولسوالۍ کې خلکو ته اجازه ورکړې ده، څو خپل ښوونځي فعال کړي.

د زنخان د پوهنې مدير محمد داوود کوچى هم يادې ستونزې مني او وايي، چې تراوسه د دې ولسوالۍ ښوونځيو ته کتابونه او درسي مواد نه دي رسېدلي.

هغه زياتوي، د يو شمېر ښوونځيو ښوونکو له تېرو درېيو مياشتو راهيسې معاشونه نه دي اخيستي، خو کار پرې روان دى او ښايي په راتلونکو څو ورځو کې د دوى د معاشونو ستونزه هواره شي.

دى وايي: ((د پوهنې په رياست باندې فشارونه دي، چې د دې ولسوالۍ بستونه ترې نه واخلي)).

خو نوموړي د چا نوم وانه خيست.

د غزني د پوهنې رياست تدريسي مرستيال نثار احمد ازادزوى هم د زنخان ولسوالۍ د ښوونځيو ستونزې مني او وايي، د دې ولسوالۍ ښوونځي د ١٣٩٢ کال تر پاى پورې تړلي وو، نو ځکه يې بستونه غزني ښار ته خدمتي راوړل شوي وو، خو سږکال يې ۶۰ بالمقطع بستونه ورکړي دي.

هغه زياتوي: ((ډېر ژر به يې خدمتي بستونه هم ورکړو او د کتابونو او درسي موادو ستونزه به يې هم هواره شي.))

د ده په وينا، د يو شمېر ښوونځيو ښوونکو چې نوي تاسيس شوي، معاشونه يې پاتې دي، خو ډېر ژر به يې معاشونه اجرا شي.

ياده دې وي، چې پژواک د زنخان د ښوونځيو په اړه دوه کاله وړاندې راپور خپور کړى وو چې هغه مهال د دې ولسوالۍ درې ښوونځي تړلي او ۷ نور يې خلاص وو.