Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز مسافر: له وسله والو غلاوو تر پزې راغلي يو

کندوز (پژواک ٩ چنګاښ ٩٣): وسله والو غلو په کندوز ولايت کې د لسګونو مسافر وړونکو موټرو له سپرليو پيسې او مالونه وړي، بلخوا پوليسو يو کس د تښتوونکو له منګلو ژغورلى او په تړاو يې دوه تنه نيولي هم دي.

د ارچي-کندوز د لويې لارې ځيني موټر چلوونکي او مسافر وايي، چې له وسله والو غلاوو تر پزې راغلي او د دې لارې د امنيت غوښتنه کوي.

دوى وايي، چې تېر مازديګر نږدي ٣٠ مسافر وړونکي موټر پر دې لاره د وسله والو غلو له بريد سره مخ شوي دي.

يوه چلوونکي د نوم له اخيستو پرته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه مسير هره ورځ په سلګونو موټر د وسله والو غلو له خوا درول کېږي او له لارويانو پيسې، مبايلونه، د ښځو ګاڼې او حتى د مالونو بوجۍ خلاصوي او ګرانه بيه توکي ترې اخلي.

هغه زياته کړه: ((کله چې له خپلې شپږ کسه سپرلۍ سره د کندوز له ښار نه د ارچي پر لور روان وم، د وزيراخان ساحې ته نږدې غلو دېرش موټر درولي وو او په نوبت سره يې تلاش کول.))

د دشت ارچي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي او هټۍ وال ضياالحق پر دې لاره شته وضعيت وحشتناک وباله او ويې ويل، چې دغه لاره تر دې کچې وېروونکې ده، چې مسافر يې په رڼا ورځ هم د مخالفينو او وسله والو غلو له سيوري وېرېږي.

هغه وويل: ((غله خپلې پزې تړي، د وسلې په زور موټر دروي او که چېرې موټر ونه درېږي، ډزې پرې کوي، موټر ته را خېژي، د ماشومانواو تورسروپه کيسه کې هم نه دي.))

دشت ارچي د کندوز ښار په نږدې ١٣٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، خو په دې لاره د امنيتي ستونزو له امله چلوونکي او مسافر اړ دي، چې د لوړې کرايې په ورکړې او ډېر وخت لګولو سره د تخاري له لارې مزل وکړي.

چلوونکي له امنيتي ارګانونو غواړي چې د دې لارې په اوږدو کې امنيتي پوستې واچوي او هم د ورځې په اوږدو کې ګزمې ترسره کړي.

د کندوز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني د دې پخلى وکړ، چې وسله وال غله په دغه مسير خلک ځوروي خو ويې ويل، پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې د دغو کسانو د ټکولو لپاره پراخ چاڼيز عمليات ترسره کړي.

هغه زياته کړه: که څه هم د دې لارې په اوږدو کې امنيتي پوستې شته، خو غله د سړک په هغو ساحو کې راځي، چې د استوګني کورونه او کلي په کې شته، هلته امنيتي پوستې نشته او غله له دې تشې په کار اخيستو غلا کوي.

په يوه بله پېښه کې يو ځوان د تښتوونکو له منګلو راخوشى شو او د تښتونې په تور يې دوه کسه نيول شوي دي.

د کندوز امنيه قوماندان پاسوال غلام مصطفى محسني وويل، چې رحمت الله دوې شپې وړاندې د شپې اته بجې هغه مهال د ناپېژانده وسله والو له خوا وښتول شو چې د کندوز ښار د امام صاحب بندر په ساحه کې د خپلې هټۍ له بندولو وروسته د کور پر لور روان و.

هغه وويل، چې پوليسو تېر ماښام د خپل کشفي راپور له مخې دغه ځوان کندوز ښار ته څېرمه د ګل تپې سيمې په چهار دره کلي کې د تښتوونکو له بنده راخوشى کړى او تښتوونکي يې لاس په لاس نيولي دي.

د يادونې ده، پوليسو تېره اونۍ د حبيب الله په نوم يو ملي سوداګر د کندوز ښار په ابدان دښته کې د وسله والو تښتوونکو له منګلو وژغوره او تښتوونکي له پوليسو سره تر نښتې وروسته وتښتېدل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.