کندهار ( پژواک ١٠ چنګاښ ٩٣ ) : د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي، په داسې حال کې، چې د روژې مبارکه مياشت رارسېدلې او د هوا د تودوخې کچه تر ٤٥ درجې پورې رسېږي، په اته څلوېښت ساعتونو کې يواځې درې يا څلور ساعته برېښنا لري، چې په هيڅ توګه يې اړتياوې نه پوره کوي.
کندهار ښار ته د هلمند د کجکي بند د برېښنا جريان لس ورځې مخکې تر هغه وروسته پرې شو ، چې د وسله والو مخالفينو او حکومت تر منځ د هلمند په سنګين او ورڅېرمه ولسواليو کې خونړۍ جګړې پيل شوې.
د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي د دغو جګړو له امله که له يوې خوا د هلمند ولايت سلګونه اوسېدونکي وژل شوي او زرګونه بې ځايه شوي، نو له بلې خوا يې د کندهار اوسېدونکي هم پر ارام نه دي پرې ايښي او په داسې حال کې يې ورباندې برېښنا درولې، چې له يوې خوا روژه او له بلې خوا شديده ګرمي ده.
د کندهار ښار د خاد کوڅې يوه اوسېدونکي حاجي حنيف پژواک خبري اژانس ته وويل، پوره لس ورځې تېرېږي، چې نه خو په سنګين او ورڅېرمه ولسواليو کې جګړه کراره شوه او نه هم د برېښنا پرې شوي مزي جوړ شول.
هغه وويل، د وسله وال مخالفينو له کړنو ښکاري چې موخه يې يواځې د مسلمانانو وژل او پر وړاندې يې د ستونزو او کړاوونو ډېرول دي.
دى وايي، که داسې نه واى، نو هغوى به په داسې حالت کې چې سوځنده ګرمي او د روژې مبارکه مياشت ده، خلک نه وژلاى او نه به يې هم ورباندې برېښنا بندولاى.
د نوموړي په وينا، په دې ورځو کې په کندهار کې دومره ګرمي ده چې په دې فرض روژه کې په هيڅ توګه د زغم وړ نه ده.
د کندهار ښار د کابل شاه سيمې اوسېدونکي محمد ناصر هم وايي، چې د ډېرې ګرمۍ او برېښنا د نشتوالي له امله خلکو ته روژه ډېره سخته شوې ده.
هغه هم وويل، چې وسله وال مخالفين تل د خلکو د وژلو او د هغوى د ازار سبب شوي، ځکه له يوې خوا په دې فرض روژه کې په جګړه کې خلک وژني او له بلې خوا يې پر خلکو برېښنا پرې کړې ده.
نوموړي له وسله والو وغوښتل ، چې پر خلکو رحم وکړي او پرېږدي، چې د برېښنا پرې شوي مزي ورغول شي او خلک فرض شوې روژه په ارامۍ تېره کړي.
بل خوا د کندهار د برېښنا رياست مسوولين وايي، هڅه کوي په سنګين کې د برېښنا پرې شوي مزي ورغوي، خو له بده مرغه چې هلته پيل شوې جګړه لا هم روانه ده او د مزو د رغولو امکانات نه تر سترګو کېږي.
د برېښنا رييس انجنير سيد رسول پژواک اژانس ته وويل، د دې تر څنګ د کندهار ښار په ختيځه او لوېديځه برخه کې د ٧ جنراتورانو د پرزو له کاره لوېدل هم د دې لامل شوي چې د برېښنا ټکنۍ شي.
دى وايي، پنځه مياشتې مخکې يې د دغو جنراتورونو د پرزو د ترميم غوښتنليک وزارت ته لېږلى، خو تر اوسه يې کوم مثبت ځواب نه دى تر لاسه کړى.
د برېښنا رييس زياتوي، په کندهار کې د برېښنا ستونزې د نسبي حل په موخه يې له کندهار والي سره ليدلي او پرېکړه شوې ده، چې د صنعتي پارک يوه اندازه برېښنا پر کندهار ښار په مساويانه توګه ووېشل شي.
بل خوا د کندهار د برېښنا رياست تجارتي مرستيال امان الله ايوب فاروقي وايي، د جګړې له امله نه دي توانېدلي چې په دغه ساحه کې پرې شوي مزي بيا ورغوي.
نوموړي دغه راز وويل چې په کندهار کې اوسمهال د درېيو ساحو (باغ پُل، برېښنا کوټ او ښوراندام) له ډېزلي جنراټورونو څخه يواځې ١٥ مېګاواټه برېښنا تر لاسه کېږي، چې ډېره برخه د صنعتي پارک فابرېکو ته ورکول کېږي.
دى وايي، ډېزلي جنراټورونه يې هم عوارض لري، ځکه له تېرو څو کلونو څخه کارول کېږي، چې ډېر يې استهلاک شوي او يا يې د برېښنا د توليد کچه کمه شوې ده.
فاروقي له خلکو وغوښتل، چې د امکان تر بريده د برېښنا په کارولو کې سپما وکړي او خپل بيلونه پر وخت تحويل کړي، تر څو همدا اوسنۍ شته ډېره کمه برېښنا له ستونزو سره مخ نه شي.
کندهار ١٥٠ ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، خو اوس چې دغه ولايت ته د کجکي د برېښنا مزي پرې شوي يواځې ١٥ مېګاواټه برېښنا شته، چې په هيڅ توګه د دوه ميليونه نفوس لرونکي ولايت لپاره بسنه نه کوي.
هغه مهال چې د کجکي بند په توربينونو او جنراتورونو کې ستونزه نه وي، په دغه ولايت کې ٢٧ مېګاواټه برېښا وي ،چې ١٥ مېګاواټه د باغ پل، برېښناکوټ او ښوراندام له ډېزلي جنراټورونو او ١٢ مېګاواټه د هلمند د کجکي له بند څخه تر لاسه کېږي.