جلال اباد (پژواک١٠ چنګاښ ٩٣): د ننګرهار د برېښنا رييس محب الرحمن مومند وايي ، چې له نغلو د غځېدلې برېښنا مزي په بادپښ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يوه پخواني قوماندان پرې کړي دي.
مومند د چنګاښ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام اوه بجې ننګرهار او لغمان ولايتونو ته له نغلو د غځېدلې برېښنا مزي پرې شوي دي.
هغه زياته کړه، چې ياد مزي د بادپښ ولسوالۍ په سنځلۍ سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د يوه پخواني قوماندان جان اغا له لوري پرې شوي دي.
ده زياته کړه: ((له موږ سره نوموړي قوماندان په خپله اړيکه ټينګه کړه او اعتراف يې وکړ چې مزي خپله ده پرې کړي دي.))
د مومند په خبره چې ياد کس پخوا د سيمه ييزو پوليسو قوماندان و او دوى ته يې ويلي چې د لغمان پر ولايتي ادارې يې د ده او د نوموړي د پرسونل د دريو مياشتو معاش پاتې دى چې اوس يې ياده اداره ورته نه ورکوي.
د ننګرهار د برېښنا رييس زياته کړه چې سهار پنځه بجې يې د بادپښ ولسوالۍ ته خپل پرسونل استولى خو قوماندان جان اغا په سيمه کې له خپلو وسله والو سره يو ځاى د دغه کار مخه نيسي او کارکوونکي نه پريږدي چې ياد لينونه وتړي.
مومند وايي: ((په دې سخته روژه کې زموږ پرسونل اوس په سيمه کې لمر ته ناست دي او قوماندان جان اغا يې د کار مخه نيولې ده.))
د هغه په وينا، څو ځلې پرله پسې اړيکې يې له نوموړي قوماندان سره ونيولې خو هغه يوه بهانه نيولې چې تر څو يې د پرسونل معاشونه ولايتي اداره ورنه کړي نو دى به کار ته اجازه ورنه کړي.
د برېښنا رييس وويل چې اوس د ننګرهار له يو شمېر سپين ږيرو سره د لغمان ولايت مقام ته ځي تر څو له هغوى سره خبرې وکړي او ياده ستونزه هواره کړي.
بلخوا د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل چې د برېښنا مزي د لغمان نه بلکې د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ اړوند سيمه کې پرې شوي دي.
نوموړي زياته کړه ، قوماندان اغا جان چې دا مهال د وسله والو مخالفينو په ليکو کې فعاليت کوي، دوه کاله وړاندې يې په دغه ولسوالۍ کې له امريکايي ځواکونو سره د سي بي ايس په نوم په امنيتي برخه کې کار کاوه.
ځواک وايي: ((امريکايي ځواکونو په ناامنو ولسواليو کې د سي بي اېس په نوم د سيمې ساتونکي جوړ کړي وو، چې دوى په هغه برخې کې له امريکايي ځواکونو سره کار کاوه.))
د هغه په وينا، د قوماندان اغا جان قرارداد اي معاش ټول له امريکايي ځواکونو سره تړلى و او نوموړى له ولايتي ادارې سره هېڅ کوم قرارداد نه لري.
د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالخالق پژواک اژانس ته وويل چې د برېښنا مزي د بادپښ ولسوالۍ په سنځلۍ سيمه کې پرې شوي دي.
نوموړى وايي چې ياده سيمه ې د بادپښ ولسوالۍ مقر ته مخامخ موقعيت لري او ښايي د ډزو غږونه ولسوال هم اورېدلي وي.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه له ولسوال سره اړيکه ونيسي، خو بريالى نه شو.
د يادې موضوع په اړه وسله والو مخالفينو هم رسنيو ته تر دې مهاله څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP