جلال اباد (پژواک ١١ چنګاښ ٩٣): لغمان او ننګرهار ته له نغلو د غځېدلې برېښنا مزي، چې د سيمه ييزو پوليسو د يوه پخواني قوماندان له خوا پرې شوي وو، بېرته رغول شوي دي.
دغه مزي وړمه ورځ ناوخته د لغمان ولايت د بادپښ ولسوالۍ په سنځلۍ کلي د بهرنيو اړوند د سي بي اېس په نوم پوليسو د يوه پخواني قوماندان له لوري پرې شوي وو.
د ننګرهار د برېښنا رييس محب الرحمان مومند د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې له يو شمېر قومي مشرانو سره يو ځاى د لغمان له والي سره وکتل او د دې ترڅنګ يې له ياد قوماندان سره هم اړيکه ونيوه.
هغه زياته کړه: ((والي صېب هم له يادو اشخاصو سره ژمنه وکړه چې د هغوى مشروع غوښتنې به مني او تېر مازديګر ناوخته مو مزي بېرته وتړل.))
د نوموړي په خبره ، چې دا مهال برېښنا جريان پيدا کړى او اوس کومه ستونزه نشته.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر مازديګر ناوخته د برېښنا شرکت د مسوولينو او قومي مشرانو په منځګړيتوب د برېښنا شليدلي مزي بېرته وتړل شول.
ځواک د سي بي اېس پوليسو د پخواني قوماندان د غوښتنو په اړه څه ونه ويل.
د ننګرهار د برېښنا رييس پرون پژواک ته ويلي وو چې ياد مزي د لغمان د بادپښ ولسوالۍ د سنځلۍ په سيمه کې د سي بي اېس د يوه پخواني قوماندان جان اغا له لوري په دې پلمه پرې شوي چې ګواکۍ د ده او د نوموړي د پرسونل د دريو مياشتو معاشونه پر ولايتي ادارې پاتې دي او تر څو چې ياد معاشونه ورته نه وي ورکړل شوي تر هغو به د برېښنا مزي ونه تړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP