کندهار (پژواک ١١ چنګاښ ٩٣): د کندهار والي له امنيتي ارګانونو وغوښتل، چې ډيورنډ کرښې ته د ورڅېرمه ولسواليو د امنيت د لا خونديتوب په موخه دې په دغو ولسواليو کې اضافي ځواک ځاى پر ځاى شي.
ډاکټر توريالي ويسا په اوونيزه امنيتي غونډې کې له امنيتي مسوولين وغوښتل، چې ډېورنډکرښې ته په ورڅېرمه ولسواليو کې دې امنيت نور هم خوندي کړي.
هغه زياته کړه، که د سرحدي ولسواليو امنيت خوندي شي او دغلته نور امنيتي ځواکونه ولېږل شي، نو د دغه ولايت پر عمومي امنيتي وضعيت به مثبت اغېز وکړي.
والي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې کابو لس ورځې وړاندې د هلمند سنګين او يو شمېر نورو ولسواليو کې سلګونو وسله والو پر امنيتي ځواکونه بريدونه وکړل او خونړۍ جګړې پيل شوې.
ويل کېږي چې ډېرى وسله وال د کرښې له هغې غاړې راغلي او دغلته د نظام پر ضد جګړه کوي.
د کندهار والي د دې تر څنګ په کندهار ښار او ولسواليو کې د روژې په مياشت کې د امنيتي ځواکونو له خوا د نيول شويو امنيتي تدابيرو ستاينه وکړه او له خلکو يې وغوښتل، چې د امنيت ساتنې په برخه کې د خپلو ځواکونو مرسته وکړي.
په اونيزه امنيتي غونډه کې د کندهار د تاريخي ابداتو پر ساتلو هم خبرې وشوې او په دې لړ کې د کندهار والي غوښتنه وکړه، چې د څه له پاسه دوه زره کلن تاريخ لرونکې نارنج ماڼۍ د ځمکو د غصب د مخنيوي په موخه دې پر دغې ودانۍ اغزن سيم را تاو شي.
په دې غونډه کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې پوليسو د ميوند ولسوالۍ په پاى کلا سيمه کې عمليات کړي او د يوه قوماندان په ګډون يې ١١ وسله وال مخالفين وژلي دي.
امنيه قوماندان د دې تر څنګ د يو شمېر نورو ولسواليو يادونه هم وکړه، چې په دې وروستيو کې په کې نظامي عمليات پيل شوي او د وسله والو د فعاليتونو مخه نيولې شوې.
نوموړي يادونه وکړه، چې وسله وال اوس په کندهار کې د مخامخ جګړې توان نه لري او يواځې په لارو کې د ماينونو په خښولو خپل حضور ښيي.
هغه دغه راز د سرحدي ولسواليو د امنيت ساتلو ډاډ ورکړ او ويې ويل، په دې برخه کې پر نورو پلانونو هم کار کوي.