جلال اباد، اسعداباد ( پژواک ١١چنګاښ٩٣): د روژې مياشتې له رارسېدو سره سم په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د يخ بيه څو برابره زياته شوې ده.
په يادو ولايتونو کې اوس مهال چې د تودوخې درجه نږدې ٥٠ ته رسيږي، اوسېدونکي يې تر ټولو زيات يخ کاروي.
د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي ،چې په دغه ولايت کې د روژې په رارسېدو سره د يخ بيه لوړه شوې ده.
د جلال اباد ښار يو تن اوسېدونکي شفيع الله پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېر مازيګر مهال په ښار کې د يخ يوه کوچنۍ کونده په ٥٥٠ کلدارې خرڅېدله.، په داسې حال کې چې له روژې څخه يوه ورځ مخکې يې بيه ١٤٠ کلدارې وه.
هغه زياته کړه: (( دلته خو ښاروالي نشته، هېڅوک د نرخونو کنټرول نه کوي، د مالدارو خو ورته وس کيږي، مګر غريب غرق دى.))
د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى ډاکټر امين هم وايي، چې تېره او وړمه ورځ د بټي کوټ ولسوالۍ ته ډېر کم يخ ور وړل شوى و، چې يوه کونده يخ په ٤٩٠ کلدارو وپلورل شو.
په جلال اباد کې د يخ د يوې فابريکې څښتن حاجي غلام محمد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له درېيو قرارداديانوسره قرارداد کړى او دوى په ټاکلې بيه هره ورځ ټاکلې اندازه يخ ورکوي.
ده زياته کړه: (( بيې چې لوړيږي ډېرى وخت د قرارداديانو له لوري لوړيږي، زموږ نرخ هماغه يو دى.))
د حاجي غلام په وينا، چې په نورمال شکل بايد په ښار کې يوه کونده يخ په ١٤٠ کلدارې وپلورل شي ، خو دا چې د يخ بيه په روژه کې زياتيږي بايد ښاروالي يې کنټرول کړي.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د ښاروالۍ له مسوولينو سره خبرې وکړي، خو له پرله پسې اړيکو نيولو سره سره هم پژواک د ښاروال د نظر په اخيستلو بريالى نه شو.
خو د ښاروالۍ د پلټنې يوه کارکوونکي پژواک اژانس ته وويل، چې نن ورځ دوى په دغه برخه کې جدي ګامونه پورته کړي او نن به نرخونه بېرته کنټرولوي.
بله خوا د ننګرهار په ګاونډ کونړ ولايت کې هم د روژې مياشتې له رارسېدو سره هم د يخ بيه څو بره لوړه شوې ده.
د ولايت د مرکز اسعداباد ښار يوتن اوسېدونکي ملنګ سلــــيم پژواک ته وويل ، چې تر روژې مخکې يوه کونده يخ په ١٠٠ کلدارې و، خو اوس يې بيه ٥٠٠ کلدارو ته لوړه شوې ده.
هغه زياتوي ، چې د يخ ترڅنګ د خوراکي توکو بيې هم لوړې شوې دي، خو څوک يې د پوښتنې نشته.
د ښار يوبل اوسېدونکی عبدالحکيم وايي، چې هر دوکاندار په خپل سر بيې پورته کوي او څوک يې مخه نه نيسي.
هغه پژواک ته وويل، چې د يخ بيه خو دومره لوړه شوې، چې غريب سړى يې د اخيستلو توان نه لري.
په اسعداباد کې د يخ جوړونې د يوې فابريکې مسوول حبيب الله پژواک ته وويل ، چې دى يوه کونده يخ په ١٢٠ کلدارې خرڅوي.
هغه زياتوي ، هغه دوکانداران چې له دوى څخه ډېر يخ اخلي، بيا يې په خپل سر په لوړه بيه خرڅوي، ښاروالۍ يې بايد مخه ونيسي.
د کونړ ښاروالۍ د کنټرول مديرغلام نبي پژواک ته ومنله، چې دوکاندارانو په خپل سر بيې لوړې کړې دي.
د هغه په وينا، ددوى دلايحې له مخې، د يخ فابريکو ته يې د يوې کوندې يخ بيه ٦٠ افغانۍ ورکړې او پرچون خرڅوونکو ته ٩٠ افغانۍ .
دى وايي، هغه څوک چې سرغړونه وکړي، ددوى له خوا به مجازات شي.