غزني ښار(پژواک ۱۱ چنګاښ ۹۳): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله یو ماین پاکوونکى وژل شوی او اته نور ټپیان دي.
د غزني د والي ویاند شفیق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه تېره شپه شاوخوا اته بجې د قره باغ ولسوالۍ د عسکر کوټ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ده په وينا، په ټپيانو کې د څلورو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.
هغه زياتوي، دا ماين پاکان چې د سترلينګ موسسې اړوند دي، تېره شپه اته بجې په ياده سيمه کې د خپلو چارو په موخه مېشت شوي وو، چې وسله والو طالبانو پرې د هاوان مرمۍ توغولې ده.
دغه راز د غزني د ولایتي روغتون یو نوکریوال ډاکټرالله محمد پژواک ته وویل، له همدې پېښې ورته يو مړى او اته ټپيان ور وړل شوي، چې د څلورو هغو روغتيايي حالت نازک دى.
وسله والو طالبانو بيا په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې شاوخوا يوه مياشت مخکې د لوګر ولايت د مس عينک په سيمه کې د وسله والو له خوا د ام ډي سي په نامه د ماين پاکۍ موسسې پر کارکوونکو وسله والو بريد وکړ، چې له امله يې اته تنه ماين پاکوونکي و وژل شول او دوه ټپيان شول.