Language

د بلخ او ننګرهار له سلګونو کورنيو سره مرستې وشوې

مزارشريف-جلال اباد (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٣): د بلخ ولايت پر بې ځايه شوو او د ننګرهار پر سلګونو اړو کورنيو مرستې ووېشل شوې.

د بلخ د مهاجرينو رياست او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا بلخ ولايت ته د شمال د ځينو ولايتونو له ۱۱۵ بې ځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه.

د بلخ د مهاجرينو رييس عبدالصبور قادري د چنګاښ په ۱۲مه د مرستو د وېش پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شمال زون له فارياب، سرپل او د بلخ ولايت له ځينو  ولسواليو په دې وروستيو دريو مياشتو کې ځينې کورنۍ مزارشريف ښار ته بې ځايه شوې دي.

د هغه په وينا، په يادو مرستو کې اوړه، غوړي، نخود، د پخلنځي لوښي، د برېښنا سولر، ترپال او د لوښو يو سيټ شامل دي.

له فارياب څخه بلخ ته د بې ځايه شوې کورنۍ سرپرستې مېرمن ګل زېبا پژواک ته وويل، چې دوه مياشتې وړاندې د جنګونو له امله دې ته اړ شول، چې خپله سيمه پرېږدي.

نوموړې له ترلاسه شوو مرسته مننه وکړه خو زياته يې کړه، چې په دغه مرسته د دوى ستونزې تر څه مودې پورې هواروي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې پر ۲۷۰  اړو کورنيو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

د دغو مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شېرزاد پژواک ته وويل چې دغه مرسته د اسلاميک رېليف موسسې له لوري برابره شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په مرسته کې وريجې، غوړي او نور ډول ډول اوه قلمه خوراکي توکي شامل وو.