مزارشريف (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٣): د بلخ سوداګرو د ولسمشر حامد کرزي په سپارښتنه د وزيرستان له بې ځايه شوو سره څه باندې ۱۰ميليونه افغانۍ مرسته اعلان کړه.
دغه مرسته د بلخ ولايت په مقام کې د چنګاښ په ۱۲مه د دغه ولايت د ولايتي شورا د مشر ډاکټر افضل حديد په ګډون يو شمېر سوداګرو په خبري ناسته کې کې اعلان کړه.
د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمدافضل حديد وويل، چې د بلخ والي عطا محمد نور د ولسمشر کرزي په لارښوونه د بلخ ولايت سوداګر راټول کړل، چې د وزيرستان له بې ځايه شوو سره مرسته وکړي.
نوموړي زياته کړه، دوی د وزيرستان له بې ځايه شوو سره، چې د ډيورنډ پولې له پورې غاړې د جګړې له امله له تېرو څو اونيو خوست ته را کډه شوي او ځای پر ځای شوي، همدردي لري.
د هغه په وينا، د بلخ ولايت نږدې ټولو سوداګرو د مرستو د راټولولو په ياده پروسه کې برخه واخيسته او هر يوه له خپل وس سره سم په نغدي ډول مرسته وکړه.
حديد وويل، چې د بلخ د سوداګرو له خوا د وزيرستان له بې ځايه شوو سره څه باندې لس ميليونه افغانۍ مرسته راټوله او اعلان شوه.
د بلخ ولايت سوداګر حاجي مايل چې په ياده خبري ناسته کې يې برخه لرله او په مرسته کې يې ونډه اخيستې وه، وويل، چې د دوی مرسته د وزيرستان له بې ځايه شوو سره د انساني همدردۍ له امله ترسره شوې ده.
نوموړي زياته کړه، دوی خوښ دي، چې له خپلو امکاناتو له ځينو اړو خلکو سره مرسته کوي.
د ولايتي شورا رييس وويل، چې دغه پيسې به د بلخ د سوداګرو په استازيتوب د دغه ولايت شپږ سوداګرو خوست ته لېږدوي او د وزيرستان بې ځايه شوو ته به يې رسوي.
د بلخ د مدني ټولنې فعالين د وزيرستان له بې ځايه شويو سره د دغه ولايت د سوداګرو مرسته د انساني همددرۍ تر څنګ افغاني همدردي بولي.
د مزارشريف ښار د مدني ټولنو فعال احمدجاويد پژواک اژانس ته وويل، چې د وزيرستان خلک په تاريخي لحاظ په افغانستان باندې حق لري.
نوموړي زياته کړه، چې د پاکستان دولت تل له دغې سيمې څخه د جنګ د ميدان په توګه کار اخيستی او دغه خلک يې په کرار نه دی پرې ايښي.
د هغه په وينا د ډيورنډ پولې دواړو غاړو ته پراته ولسونه افغانان دي، له دې امله د وزيرستان اوسېدونکي او په ځانګړې توګه خوست ته بې ځايه شوي، پر افغان دولت حق لري، چې د ورته مرستو د راټولېدو زمينه ورته برابره کړي.
نوموړي زياته کړه، چې د وزيرستان بې ځايه شوي د جګړې له امله د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوي او د دې حق لري، چې دوی ورسره همدردي او مرسته وکړي.
د يادونې ده، له وزيرستان څخه شاوخوا ٧٥ زره کډوال افغانستان ته راغلي چې ډېرى يې خوست کې مېشت دي.