Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کلات اوسېدونکي د خوراکي توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي

 کلات (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٣): د زابل ولايت د مرکز کلات ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د روژې د مبارکې مياشتې په را رسېدو سره په دغه ولايت کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.

 دوى زياتوي، چې د بيو د لوړوالي له امله عام خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 بلخوا د دغه ولايت چارواکي وايي ، چې د بيو د کنټرول لپاره يې هڅې پيل کړې دي.

 د کلات ښار يوه اوسېدونکي محمدافضل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هر شي بيې د پخوا په پرتله لوړې شوې خو د لوړېدو د مخنيوي لپاره يې دولت هېڅ اقدام نه دی کړی.

 هغه زياته کړه، چې دولت بايد په بازار کې په جدي ډول څارنه وکړي او له هغو کسانو سره چې توکي په لوړه بيه پلوري جدي چلند وکړي.

 د نورالله په نوم يو بل کس بيا وايي، چې د نرخونو کنټرول د ښاروالۍ او نورو دولتي ادارو مسووليت دی خو تر اوسه يادو ادارو په دې اړه هېڅ اقدام نه دی کړی او نه هم د ښاروالۍ مسوولينو د خلکو ستونزو ته پاملرنه کړې ده.

 دغه راز د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني هم د خلکو ستونزې پر ځای بولي او وايي چې ښاروالۍ په دې اړه لازم اقدامات نه دى کړى.

 نوموړي پژواک ته وويل چې ښاروالۍ بايد په ښار کې خپله څارنه زياته کړي او د خپلسريو مخه ونيسی.

امنيه قوماندان زياتوي چې د خلکو شکايتونه تر دوى پورې هم رسېدلي او په پلان کې لري چې له دې وروسته په خپله په ښار کې نرخونه کنټرول کړي او له هغو دوکاندارانو سره به قانوني چلند وکړي چې په لوړه بيه توکي پلوري.

 پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د ښاروالۍ نظر واخلي، خو له هغوى سره اړيکه ونه نيول شوه.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.