Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وسله والو د ٣٠١  سرحدي زون د روغنياتو امر تښتولى

جلال اباد (پژواک ١٣ چنګاښ ٩٣): په ننګرهار کې د ناپېژانده وسله والو له لوري د ٣٠١ سرحدي زون د روغنياتو امر تښتول شوى دى.

 

د ٣٠١ سرحدي زون قوماندان سمونوال محمدايوب حسن خېل د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار اوه بجې  د بهسودو د لسمې ويالې اړوند سيمه کې د روغنياتو امر سمونيار عطاءالله د وسله والو له لوري تښتول شوى دى.

 

د حسن خېل په خبره، چې نوموړى له کوره د دندې پر لور روان و، چې په لار کې ورته وسله والو کمين نيولى و .

 

هغه زياته کړه چې دا مهال د ملي امنيت، ملي پوليسو او سرحدي پوليسو له لوري پلټنې روانې دي او ډېر ژر به د نوموړي په اړه معلومات ترلاسه شي.

 

د حسن خېل په وينا، دغه لومړى ځل دى چې د سرحدي زون يو چارواکى د وسله والو له لوري تښتول کېږي.

 

هغه زياته کړه چې له پلټنې وروسته به معلومه شي چې نوموړى د چا له لوري تښتول شوى.

 

بلخوا د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ هم ياده پېښه تاييد او زياته کړې يې ده ، چې د پېښې په تړاو پلټنې جريان لري.

 

همداراز د يو بل خبر له مخې، تېره شپه افغان ګډو امنيتي ځواکونو د خوګياڼو په نوکړخېلو سيمه کې عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې دوه وسله والو وژل شوي دي.

د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ياد وسله وال له امنيتي ځواکونو سره په مقابله کې وژل شوي  او يوه اندازه وسلې او مهمات يې هم په لاس راوړي دي.

 

دى وايي چې تېره ورځ  د خوګياڼو د پاچايانو په کلي کې هم عمليات شوي ، چې د تښتوونکو يو ټوډي موټر له دوو تورنو سره نيول شوى دى.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.