کابل (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٣): ولسمشر حامد کرزي د يوه فرمان په ترڅ کې د ترهګرۍ د تمويل د مخنيوي قانون توشېح کړ.
د ولسمشرۍ رياست له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د هېواد له عدلي او قضايي مراجعو څخه د ډاډ تر حاصلولو وروسته دغه قانون، چې له ملي حاکميت او بشري حقونو سره ټکر نه لري؛ د دوو مادو په ترڅ کې توشېح کړ.
د ولسمشر کرزي د فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي دي:”د افغانستان اساسي قانون د ٦٤ مې مادې د ١٦مې فقرې له مخې، د ترهګرۍ د تمويل د مخنيوي قانون، چې د ملي شورا د ولسي جرګې د 4/3/1393 نېټې د (١٢٦) شمېرې مصوبې او د مشرانو جرګې د 4/4/1393نېټې د (١٢٤) مصوبې په صادرولو سره په (٥) څپرکو او ٢٩ مادو کې تصويب شوى، توشېح کوم.”
همدارنګه د دغه فرمان په دويمه ماده کې يادونه شوې، چې دغه فرمان د توشېح له نېټې وروسته نافذ او د ملي شورا له مصوبو سره په رسمي جريده کې خپرېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر د روان کال د چنګاښ مياشتې په ٤ مه د پيسو منځلو او له جرايمو د ترلاسه شوو عوايدو د مخنيوي قانون توشېح کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP