Language

په کابل کې د سون توکو بيې لوړې شوي

کابل (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٣): نن د تېرې پنجشنبې په پرتله په کابل ښار کې د سون توکو بيې لوړې شوي، خو د نورو خوراکي توکو په بيو کې څه بدلون نه دى راغلى.

د کابل ښار د وزير اباد تېلو ټانک مدير ميرزا محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېره يوه اونۍ د يو لېتر پټرول او ډېزلو بيه له ٦٠ څخه ٦٢ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، په کابل کې د تېلو د بيو لوړېدو لامل دا دى ، چې حکومت په دې وروستيو کې د ټيټ کيفيت تېلو پر واردولو بنديز لګولى او د لوړ کيفيت تېل لا په کاپي اندازه نه دي وارد شوي.

په ورته وخت کې د اوبلن ګاز بيه هم لوړه شوې ده.

د کابل ښار د تايمني پنځم سړک يوه ګاز پلورونکي محمدشريف وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه کيلو ګاز بيه له ٦٠ څخه ٦٥ افغانيو ته لوړه شوې ده.

هغه وويل، چې د اوبلن ګاز بيه په عمده پلورنځيو کې لوړه شوې او دى يې پر لامل نه پوهېږي.

خو د سوداګرۍ وزارت وياند مسافر قوقندي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېلو بيه په عراق کې د روانو جګړو او د اوبلن ګاز بيه له افغانستان څخه پاکستان ته د ګازو د قاچاق له امله د هېواد په بازارونو کې لوړه شوې ده.

د لومړنيو خوراکي توکو په بيو کې څه بدلون نه دى راغلى.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وايي، چې د تېرې پنجشنبې په څېر د يوې پنځوس کيلويي پاکستاني اوړو بيه ١٢٥٠ افغانۍد يوې پنځوس کيلويي بورۍ پاکستانۍ بورې بيه ١٧٠٠ افغانۍ،د ٢٤ کيلويي اوله درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه  ١٨٠٠ افغانۍ، د پنځه لېتره مومن غوړيو بيه ٣٨٠ افغانۍ، د يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢١٠ افغانۍ او د يو کيلو شين اندونيزيايي چاى بيه ١٨٠ افغانۍ ده.

د ځينو لومړنيو خوراکي توکو  پرچون پلور د هغو له عمده پلور سره ډېر توپير کړى، خو په ځينو مورادو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د  دهن باغ يو هټۍ وال خانعلي وايي، چې نن   پنځوس کيلويي بوره په ١٩٥٠ افغانۍ، ٢٤کيلويي اوله درجه پاکستانۍ سېله وريجې په  ٢٢٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي په ٤٧٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى پ ٢٨٠ افغانۍ او  يو کيلو شين چاى په ٢٦٠ افغانۍ دي.

د سرو زرو په بيه کې توپير نه دى راغلى، خو د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ټيټ شوى دى.

د کابل ښار د مريم لېسې په بازار کې د سروز زرو  يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، چې نن يو ګرام عربي سره زر په ٢٠٠٠ افغانۍ او يو ګرام عربي سره زر په ١٧٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل شهزاده سراى د صراف  حاجي عبدالرحيم  د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د پېرلو بيه  ٥٨ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو ٥٨٠ افغانۍ ده.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د پېرلو ارزښت ۵۷،۷٠ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو ٥٧٠افغانۍ و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.