Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امرخېل بیرته هیواد ته ستون شوی

کابل ( پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۳) د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ددارالانشا پخوانی رییس ضیا الحق امرخېل بیرته هیواد ته ستون شوی دی.

امرخیل وروسته له هغې استعفی ورکړه، چې د اصلاحاتو او همګرایۍ ډلې لخوا دده داسې  غږ خپور شو، چې ګوندې په ټاکنو کې یې خلک یې درغلیو ته هڅولي، او دغې ډلې یې د استعفی غوښتنه وکړه.

څو ورځې مخکې رسنیو له هیواد څخه دهغه د وتلو خبر ورکړی و او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني هم په یوه مرکه کې ویلي وو، چې له هغه هیواد څخه وتلي او پر تګ یې سخته نیوکه کړې وه.

خو امرخیل ته یوه نږدې سرچینې د چنګاښ په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې هغه نن له دوبۍ څخه بیرته هیواد ته ستون شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې دیوه عادي افغان په توګه امر خیل حق لري چې هر چیرته تګ راتګ وکړي.

سرچینې وویل چې ډیر ژر به امرخېل دیوې خبري غونډې له لارې د ټاکنو د پروسې او په هیواد کې د وروستیو جریاناتو په اړه معلومات ورکړي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.