کابل ( پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۳ ) : امریکایي سناتورانو د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو سره د ټاکنو ددویم پړاو د پروسې په اړه لیدلي دي.
وروسته له هغه چې د ولسمشرۍ دویم پړاو تر ټاکنو وروسته د کاندیدانو تر منځ ناندرۍ پورته شوې او داصلاحاتو او همګرایۍ ټیم له ټاکنو کمیسیون سره اړیکې پرې کړې، نړیوالې ټولنې د حالاتو د کنټرول په موخه هڅې پیل کړې.
په کابل کې د ملګرو ملتونو ددفتر یوناما او یو شمیر سفیرانو ترهڅو وروسته په تیرو څو ورځو کې دوو لوړ پوړو امریکایي چارواکو په دې موخه کابل ته سفرونه وکړل.
لومړی افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جیمز ډوبینز راغی او له دواړو کاندیدانو سره ولیدل او ورپسې امریکایي سناتوران جان میکن او لینډزي ګراهام کابل ته راغلل.
جان میکن نن د چنګاښ په ۱۳مه، د ټولنیزې شبکې ټویټر کې ددواړو کاندیدانو سره د خپلو لیدنو ا نځورونه خپاره کړي او دا لیدنې یې ګټورې بللې دي.
د ولسمشرۍ د کاندید ډاکټر اشرف غني د تحول او تداوم د ډلې یوه ویاند ازیتا رفعت پژواک اژانس ته وویل چې امریکایي سناتور پرون له ډاکټر اشرف غني سره لیدلي او د ټاکنو د پروسې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP