لښکرګاه (پژواک ۱۳سرطان۹۳): د هلمند د سنګین ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران وايي چې مرکزي حکومت يي په سیمه کې دروانې جګړې په مخنیوي کې پاتې راغلى دى.
دغه قومي مشران نن په مرکز لښکرګاه کې د خبريالانو دفتر ته راغلي وو او ويل يې چې په سیمه کې يي جګړه اوس هم روانه دي او ددوى د کورنيو غړي نشي کولى ځان ترې وباسي.
شمس الله صحرايي د سنګين ولسوالۍ يو تن قومي مشر وویل څو ورځي وړاندي د ملي دفاع وزارت څخه لوی درستیزي یادي ولسوالۍ ته په داسي حال کې راغلی وو چې له یوې نظامي پوستي څخه بهر د نورو ځايونه ليدنه يې ونه کړه، خو ولسمشر ته يي د جګړي د ختمېدو خبر ورکړ.
صحرايي وايي چې امنيتي ارګانونه بايد د وضعيت د مهار لپاره سيمې ته کافي سرتېري واستوي او په لويه کچه عمليات وکړي ترڅو خلک خوندي شي.
دى وايي چې د ځېنو د کورنۍ غړي د جګړې په سمه کې بند پاتې دي او دوى هم نشي کولاى له هغوى سره مرسته وکړي.
د ملا عبدالروف په نوم د سنګين ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي وويل اس هم په یاده سیمه کې د خلکو مړي پر ميدان پراته دي او هېڅوک کولی چې آن هديرو ته يې د ښخولو لپاره يوسي، خو دولتي مسولین وايي “هلته خير و خيريت دى”.
دى وايي چې په سمه کې جګړه روانه ده او د ځېنو کورنيو غړي چې له سيمې راوتلي دي، په سمه کې يو د بل له حال څخه خبر نه دي.
دهمدي قومي مشرانو په ډله کې د لښکرګاه د کاریز سیمي یوه اوسیدونکې او قومي مشر ډګروال عبدالصمد خان پژواک ته وویل دغه جګړه په لویه کچه پیل شوي او دمخنیوي لپاره يي د همدومره لوى پوځي پلان اړتيا ده.
نوموړي ګاونډي هیوادونو ته په اشارې سره وویل په ټول هیواد کې دسنګین په څیر جګړه نشته په داسي حال کې چې په دې ولایت کې برتانوي او امریکاي ځواکونه اوس هم شتون لري، “غوږونه يي کاڼه کړي دي.”
صمد خان وايي په نظامي پلانونو کې هغه مخالفین چې په بیلابیلو سیمو کې پټ وي په نښه کول يي ستونزمن کار دی خو کله چي د سنګین په څير په یوې ولسوالۍ کې په ډلو ډلو ګرځي ولې د امنيتي ځواکونو لخوا لمنځه نه وړل کېږي.
دى وايي چې د امنيتي ځواکونو دې کمزوري غبرګون خلک ددوى پر عملياتو شکمن کړي دي چې ګواکې په لوى لاس نه غواړي وسله وال لمنځه يوسي.
بل خوا دهلمند والي محمدنعیم او امنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی وايي اوس په سنګين کې د لومړيو ورځو په څېر جګړه نشته، خو په سمه کې د ځاى پرځاى شويو ماينونو له امله امنيتي ځواکونو ته د سيمې ژر تصفيه کول ګران دي.
دوى يواځې دا مني چې څه ناڅه جګړه اوس هم په سيمې کې شته.
بل خوا د وسله والو ویاند قاري یوسف احمدي وايي په سنګين کې ددوى جنګیالي په زیات شمیر کې شتون لري او تېره ورځ يې هم د ماين په چاودنه کې يو شمېر دولتي سرتېري ووژل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP