Language

غزني کې د یوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک ۱۳ چنګاښ ۹۳): د غزني چارواکي وايې چې پرون په اندړو ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو لخوا توغول شوى هاوان پر يوه کور راپرېوتى چې له امله يې د يوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د ولايت وياند شفيق ننګ وايي هاوان تېر ماښام تر روژه ماتي شيبه وړاندې (اوو بجو پرمهال) ددې اندړو ولسوالۍ په خړ کلي کې پر يوه کور راپرېوته چې يوه ښځه او يو ماشوم يې ووژل او درې نور ماشومان يې ټپيان کړل.

ننګ زياتوي چې ټپيان دغزني ولايتې روغتون ته راوړل شوي دي.

دى وايي هاوان د طالبانو لخوا توغول شوى وو.

دغزني د ولايتې روغتون يوه نوکريوال ډاکټر نورالله پژواک ته وويل، ددې پېښې درې ټپي ماشومان چې عمرونه تر ١٢ کالو دي، روغتون ته وروړل شوي دي.

د ډاکټر په خبره د ټپيانو روغتيايې حالت د ډاډ وړ دى.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

څو ورځې وړاندې هم د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ راپرېوتو دوه ماشومان وژلي، دوه مېرمنې او څلور ماشومان يې ټپيان کړي وو.

Related Topics