کندهار ښار (پژواک، ١٣چنګاښ ٩٣): چارواکي وايي چې د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر موټر ځانمرګى بريد شوى، خو ځاني تلفات نه لري.
د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول دواخان مينه پال وايي، بريد ددې ولسوالۍ په حوض مدد سيمه کې د موټر په وسيله شوى چې چاودېدونکي توکي پکې ځاى پرځاى شوي وو.
مينه پال پژواک ته وويل چې په بريد کې د بهرنيو ځواکونو يو موټر ويجاړ شوى، خو تلفات نه لري.
آيساف تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي،خو وسلوالو طالبانو د بريد مسووليت منلى او وايي چې په بريد کې د بهرنيو ځواکونو يو ټانک ويجاړ شوى او پکې ټول سپاره سرتېري وژل شوي دي.
عيني شاهدان وايي چې آيساف ځواکونو د هرات – کندهار لاره د بريد په سيمه کې له نهو بجو راهيسې د موټرو پر مخ تړلى دى.
د بسم الله په نوم يوه موټر چلوونکي پژواک ته وويل چې دواړو لوريو ته د مسافرو سلګونه موټر ولاړ دى چې د سختې ګرمۍ له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.