اسعداباد (پژواک ١٤ چنګاښ ٩٣): د کونړ سيند اوبو سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې او کروندګرو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.
د دغه ولايت د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند د شامکار سيمې اوسېدونکي شکايت کوي چې له تېرو څو ورځو راهيسې د سيند اوبه ډېرې شوې او د دوى کرنيزې ځمکې يې لاندې کړې او ولاړ فصلونه يې له منځه وړي دي.
د خاص کونړ ولسوالۍ د شــامکار اوسېدونکي عبدالغــفار پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو د کونړ د لوی سينـد اوبه زياتې شـوې او د دوى په کرنيزو ځـــمکو ور اوښتې دي.
هغه زياته کړه، چې د سيند اوبو د خلکو کښتونه لاندې کړي او زيان يې ور رسولى دى.
عبدالغفار وايي چې يواځې د دوى په سيمه کې ٦٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه چې هندواڼې په کې کرل شوې، له منځه تللې ده.
ده زياته کړه: ((موږ بېوزله خلک يو، ټول عوايد مو له همدغو فصلونو دي، څو ځلې مو په دې اړه چارواکو ته شکايتونه وکړل، خو هغوى موږ سره هېڅ مرسته ونه کړه.))
د هغه په وينا، که چېرې د سيند په خوا کې استنادي دېوال جوړ شوى واى، نو اوس به کروندګرو ته زيات زيانونه نه اوښتل.
د خاص کونړ يوه بل اوسېدونکي ګل احمد خان پژواک ته وويل چې د دې سيمې ټوله کرنيزه ځمکه اوبو وړې ده.
هغه زياتوي، که چېرې دولت يې غم ونه خوري، نو دوى به له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله پژواک ته وويل چې د خاص کونړ ولسوالۍ د شــامکار خلکو ستـونزه يې د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست ته لېـږلې او هغوى ورسره د بېړنيو مرستو ژمنې کړې دي.
هغه وايي، چې په ياده سيمه کې د سيند پر غاړه د استنادي دېوالونو جوړولو لپاره يې هم هڅې پيل کړې او ډېر ژر به دغه کار پيل شي.
د والي په وينا، په بېلا بېلو سيمو کې د کونړ سيند تر غاړه د استنادي دېوالونو جوړولو ته اړتيا ليدل کېږي، ځکه چې هر کال په سيند کې د اوبو زياتېدو له امله خلکو ته درانه مالي زيانونه اوړوي.