Language

غزني کې د ملي امنيت کارکوونکى او د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وژل شوي

 غزني ښار (پژواک ١٤ چنګاښ ٩٣): وسله والو په غزني کې د ملي امنيت يو کار کوونکى او د ده يک ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان  وژلي او يو سيمه ييز پوليس يې ټپي کړى دى.

د دغه ولايت د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ١١ بجې وسله والو کسانو د غزني  ښار په کلاسبز سيمه کې د ملي امنيت يو کار کوونکى پر ډزو وواژه.

د والي وياند د پېښې د څرنګوالي په تړاو ډېر څه ونه ويل خو يادونه يې وکړه، چې پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.

عيني شاهدانو پژواک ته ويلي، چې بريد کوونکي دوه موټرسايکل سپاره وو او  تر بريد وروسته تښتېدلي دي.

بلخوا د والي وياند وايي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د يوه کمين په ترڅ کې د ده يک ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان جان ولي وژلى او د هغه يو ساتونکى يې ټپي کړى دى.

ننګ وايي، دا پېښه د يادې ولسوالۍ د رامک په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې سيمه ييز پوليس د ګزمې په حال کې وو.

وسله والو په غزني ښار کې د ملي امنيت  پر سرتېري  د بريد په اړه څه نه دي ويلي خو د ده يک ولسوالۍ د سيمه ييز پوليسو پر قوماندان  يې د بريد مسووليت منلى دى.

Related Topics