غزني ښار، ميمنه (پژواک ۱۴ چنګاښ ۹۳) : د غزني ولايت مسوولين وايي ، چې ديوې نښتې په ترڅ کې پوليسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په غزني کې د۲۰۳ تندر قول اردو ددرېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د چنګاښ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره ورځ ناوخته وسله والوطالبانو د غزني د ګيرو ولسوالۍ د شيلي په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى و.
هغه زياته کړه، چې دغه نښته تر نن سهاره پوره اوږده شوه، چې د ملي اردو سرتېري هم ور ورسېدل.
سلطاني وويل، چې په دې نښته کې څلور وسله وال او دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او درې وسله وال طالبان ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، ګډو ځواکونو په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر له مخې، په فارياب ولايت کې يو تن موټر چلوونکى د چاقو په بريد کې ټپي شوى او د ملي اردو پر ډزو دوه تنه ټپيان شوي دي.
د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند سيد مسعود يعقوبي پژواک ته وويل، چې په المار ولسوالۍ کې يو موټر چلوونکى د بل موټرچلوونکي له خوا د چاقو پر ګوزارونو وژل شوى دى.
دغه راز په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو پر ډزو دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.