Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې لس وسله وال وژل شوي

لښکرګاه (پژواک ۱۴ چنګاښ ۹۳): د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې په نادعلي ولسوالۍ کې يې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې لس وسله وال طالبان وژلي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات تېره ورځ ناوخته د ″لوی مانده″ په سیمه کې ترسره شوي دي.

د چوپان په وینا، یو شمېر طالبانو په دې سيمه کې د بريد لپاره پر پلان جوړولو بوخت وو، چې افغان ځانګړو ځواکونو پرې عمليات وکړل.

د ده په خبره، چې په دغو عملياتو کې له هوايي ځواکه هم کار اخيستل شوى، ځايي وګړو او ځانګړو ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز چوپان وايي تېره شپه لښکرګاه ښار ته نږدې د چارګل پمپ په سيمه کې وسله والو د پولیسو پر پوستې برید کړی، چې له امله يې یو پولیس ټپي شوى دى.

بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په سنګین او نوزاد ولسوالیو کې يې د بريدونو پر مهال ۱۱ افغان سرتېري وژلي او شپږ نور ټپيان شوي ، خو چارواکي دا ادعا ردوي.

د یادولو ده، له تېرو دوو اونيو راهيسې په دې ولسواليو کې جګړه روانه ده.

تر دې مخکې د هلمند امنيه قوماندان ويلي وو، چې وسله والو يې پر وړاندې مقاومت له لاسه ورکړى خو لا هم په يو شمېر سيمو کې له امنيتي سرتېرو سره خال خال جګړه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.