لښکرګاه (پژواک ۱۴ چنګاښ ۹۳): د هلمند د سرې مياشتې رييس له طالبانو غوښتي، چې د سنګين له جګړې ځپلو کورنيو سره دې د مرستو مخنيوى نه کوي.
دغه څرګندونې د هلمند د سرې مياشتې رييس اسدالله مايار د لښکرګاه ښار په بولان سيمه کې له يو شمېر بې ځايه شوو کورنيو سره د لومړنيو توکو د مرستو د وېش پر مهال وکړې.
د سنګين له جګړې څخه دې سيمې ته څلور سوه کورنۍ راکډه شوې او دلته په شته پراخه دښته کې ميشت دي.
د سرې مياشتې رييس له خبريالانو سره د خبرو په ترڅ کې وويل، چې له دغو کورنيو سره يې يو اندازه اوړو، بورې، غوړيو، لوبیا، چای، مالګې، خیمو او د نورو توکو مرستې وکړې.
مايار وايي، تر اوسه يې د هغو پنځه سوه بې ځایه شوو کورنیو سروې کړې، چې لښکرګاه ته راکډه شوې او هغه کورنۍ پاتې دي چې د جګړې له وېرې د سنګين دښتو او کارېزونو ته کډه شوي.
ده وويل، له وسله والو سره يې خبرې کړې، چې په نږدې وخت کې د سنګين نورو بې ځايه شوو کورنيو ته د مرستو رسولو اجازه ورکړي.
بلخوا لښکرګاه ته له سنګین څخه را کډه شوي حاجي میرزا پژواک ته وویل، دوی سوله او امنیت غواړي، مرستې يې ستونزې نه شي هوارولی.
د حاجي عبدالاحد په نوم يوه بل کډوال پژواک ته وویل، چې حکومت بايد په سيمه کې پراخ عمليات پيل کړي څو جګړه پاى ته ورسېږي.
ده مننه وکړه، چې د سرې مياشتې له لوري ورته يو اندازه مرستې رسېدلې دي.
د هلمند د والي مرستیال احمد مسعود بختور مني، چې اوس هم په سنګین کې جګړه روانه او د نورو کورنیو د بې ځایه کېدو وېره شته.
نوموړي پژواک ویل، هڅې روانې دي چې دغه ستونزې هوارې کړي.
د سنګين ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې دوه اونۍ مخکې وسله والو پراخ بريدونه پيل کړل، چې تر اوسه په کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.
د هلمند امنيتي ادارې د دې جګړې د تلفاتو کره ارقام نه دي اعلان کړي خو د لسګونو امنيتي سرتېرو، تر سلو د ډېرو وسله والو او يو شمېر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پخلى کړى دى.
بلخوا د پنجشنبې په ورځ د عامې روغتيا وزيرې هلمند ته د سفر په ترڅ کې وويل، چې د هلمند روغتونو ته د سنګين له جګړې ٣٨٠ تنه ټپيان ور وړل شوي، چې درملنه يې روانه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP