Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سنګین جګړه ځپلي: زموږ ټپیانو ته اعلان شوې نغدي مرستې نه دي رسېدلي

لښکرګاه (پژواک ۱۵چنګاښ۹۳): د سنګين جګړه ځپلي وايي،چې د ټپيانو لپاره يې اعلان شوې نغدي مرستې نه دي ورسېدلي او ښايي شخصي جيبونو ته لاړې شي.

١٥ميليونه افغانۍ دا نقدي مرستې د حکومت له لوري د سنګين په جګړه کې ټپي شوو کسانو ته ځانګړې شوې دي.

د سنګين د ملکي ټپيانو دقيق شمېر نه دى معلوم؛ خو د عامې روغتيا وزيرې د پنجشنې په ورځ اعلان وکړ، چې د هلمند له جګړو ورته٣٨٠ تنه ټپيان د درمنلې لپاره ور وړل شوي دي.

د دې ولايت په سنيګن ولسوالۍ کې له تېرو دوه اوونيو راهيسې له وسله والو سره سخته جګړه پيل شوه، چې د چارواکو په وينا، لا هم ځاى ځای  نښتې روانې دي.

د حاجي نسيم په نامه يو تن پژواک ته وويل،چې تر پنځلس ميليونه زياتې نغدي مرستې د سنګين په جګړه کې د ټپي کسانو لپار هلمند ته راوړل شوي ؛ خو دوى ته نه رسيدلي.

نوموړي وويل، وېره لري چې دغه مرسته به دولتي مسوولين او يا هم د ده په وينا، قومي مشران په خپلو کې سره وويشي.

د ولي جان په نامه يو بل تن وايي،د سنګين په جګړه يې د کورنۍ دوه غړي ټپيان شوي او په ايمر جنسۍ روغتون کې تر درمنلې لاندې دي؛ خو د ده په وينا، تراوسه ورسره مرسته نه ده شوې.

ده زياته کړه،چې ټول ټپيان د دې ولايت په روغتونونو کې ثبت شوي، يو پلاوى دې وټاکل شي؛څو په سم ډول مستحقو خلکو ته خپل حق ورکړل شي.

د هلمند والي تورن جنرال محمد نعيم پژواک ته وويل، چې يو شمېر ټپيانو ته دا مرستې رسېدلي او پاتې نورو ټپيان ته به يې تر ثبت وروسته وويشي.

والي وايي: (( له کابله راغلي پلاوي له شوو نغدي مرستو څخه ۴۷ تنو ته په خپله په ايمرجنسي روغتون کې يوه اندازه مرستې ويشلې دي.))

ده هغه راپورنه رد کړل، چې ګنې دا مرستې به شخصي جيبونو ته ولاړې شي او ډاډ يې ور کړ، چې په دې برخه کې به ممکنه درغلي کوونکو ته سزا ورکړي.

د هلمند د سنګين په جګړه کې پر مرګ ژوبلې سربېره سلګونه ګورنۍ هم بې ځايه شوي او د دې ولايت بېلا بېلو سيمو ته ګوچيدلې دي، چې کابو ټول يې مرستو ته اړتيا لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.