غزني ښار (پژواک ١٥ چنګاښ ٩٣): د غزني والي وايي، چې د ناامنيو له امله د غزني هوايي ډګر ته الوتنې نه کېږي.
والي موسى خان اکبرزاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه هوايي ډګر تر پرانيستې وروسته هوايي شرکتونه د الوتکو او هوايي ډګر د نا امنۍ له امله هيڅ الوتنې نه کوي.
دغه هوايي ډګر د ده يک ولسوالۍ د″يونټ″په سيمه دى، چې تېر کال ژمى يې د يوه خصوصي هوايي شرکت د الوتکې په ښکته کېدو سره يې پرانيسته وشوه.
د چارواکو په وينا، دغه شرکت ژمنه کړې وه چې هره اونۍ به يو ځل غزني ولايت ته الوتنه ولري.
د غزني والي وايي، چې د هوايي ډګر په شاوخوا سيمو کې امنيتي وضعيت خراب دى، ځکه خو شرکتونه پر الوتکو د ممکنه بريد له امله زړه نه ښه کوى څو دغه ولايت ته پروازونه ولري.
د اکبرزاده په وينا، څو ځلې يې له امنيتي ادارو غوښتي، چې د ياد هوايي ډګر شاوخوا دې امنيتي پوستې جوړې کړي خو د ده په خبره امنيتي ادارې د سرتېرو د کموالي له امله دغه کار نه کوي.
والي زياتوي، که چېرې دغه هوايي ډګر ته الوتنې پيل شي نو سوداګر او ځايي اوسېدونکو ته به ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.
د محمدعالم په نوم د دغه ولايت يوه پانګوال پژواک ته وويل، چې که دغه ولايت ته الوتنې پيل شي په سوداګریزو چارو کې به يې ښه والی راشي.
ده وويل: ((زه په غزني ښار د بېلابېلو توکو مغازه لرم، له کابل، هرات او نورو ولايتونو ورته توکي راوړم؛ ستونزه دا ده، چې تر کابله د ځمکني تراسپورټ په مرسته ځم راځم. دغه کار راته د امنيت له پلوه له ګواښه ډک دى. ځکه لاره خوندي نه ده.))
د نوموړي په وينا، که له غزني ولايته الوتنې کېداى نو د توکو د رانيولو لپاره به يې مستقماً هرات او ځينو نورو ولايتونو ته له همدغه ځايه پرواز کاوه.
د دغه ولايت يوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل، چې حکومت بايد د غزني د هوايي ډګر امنيت خوندي کړي څو الوتنې ورته پيل شي.
ده وويل: ((که غزني ته الوتنې پيل شي، سوداګري به ورسره ښه شي او هغه کسان چې د اړينو کارونو لپاره کابل يا نور ولايتونو نه ځي، چارې به يې اسانه شي.))
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د غزني د امنيې قوماندانۍ نظر واخلو خو بريالي نه شوو.
بلخوا په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېیمي لوا ویاند نظیف الله سلطاني پژواک ته وويل، اوسمهال همدا لوا د غزني په هوايي ډګر کې پرته ده او د امنيت له پلوه هيڅ ستونزه نشته.
سلطاني وايي: ((زموږ سرتېري د هوايي ډګر شاوخوا ته پوستې لري. هيڅ ستونزه نشته چې الوتنې دې ورته ونه شي.))
بلخوا بيا د هوايي چلند د خپلواکې ادارې عملياتي مرستيال محمود شاه حبيبي پژواک ته وويل، چې غزني هوايي ډګر ته الوتنې د مسافرو د کموالي له امله درېدلې دي.
حبيبي وويل: ((هوايي ډګر جوړ دى، پروازونه ورته کېداى شي، پخوا ورته څو پروازونه هم وشول خو له دې امله، چې مسافرين کم دي اوس ورته الوتنې نه کېږي.))
نوموړى زياتوي، چې ادارې يې په داسې پلان کار کوي، څو هوايي شرکتونو ته دا زمينه برابره کړي، چې څو ولايتونو ته په پروازونو کې خپل سپرلي پوره کړي چې ګټه ورته وکړي.
دی وايي: ((چې مسافر کم وي نو غزني ته څنګه الوتنې وشي؟))
د غزني هوايي ډګر، چې د دری ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى د احاطې دېوال يې پنځه کیلومتره دى او د الوتکو ځغاستليکه يا″رن وې″ يې ۵،۳ کیلومتره ده.