لومړى تعقيب-کندهار ښار(پژواک ١٥ چنګاښ ٩٣): د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ د بازار په چاودنه کې يو تن وژل شوى او ٦ نور ټپيان شوي دي.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر سرپرست دواخان مينه وال د چنګاښ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د ميوند ولسوالۍ په بازار کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې يو سرتېرى وژل شوى او د څلورو ملکي وګړو په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي.
مينه پال وايي ، چې چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله ورته چاودنه ورکړل شوې ده.
د ميوند ولسوال حاجي عبيدالله پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه د خلکو د ګڼې ګوڼې په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى، يو پوليس، يو د ملي اردو سرتېرى او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
ولسوال وايي ، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وباله.
تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP