ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بګرام په بريد کې د ٤ بهرنيو سرتېرو په ګډون ١٧ کسان وژل شوي

د بګرام په بريد کې د ٤ بهرنيو سرتېرو په ګډون ١٧ کسان وژل شوي

author avatar
8 Jul 2014 - 08:48
د بګرام په بريد کې د ٤ بهرنيو سرتېرو په ګډون ١٧ کسان وژل شوي
author avatar
8 Jul 2014 - 08:48

دويم تعقيب – چاريکار (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٣): د پروان  د بګرام ولسوالۍ په ځانمرګي بريد کې د څلورو بهرنيو سرتېرو په ګډون ١٧ کسان وژل شوي دي.

دغه ځانمرګى بريد د جنګاښ په ١٧مه سهار شاوخوا اته بجې د بګرام ولسوالۍ د قنلدرخېلو په سيمه کې شوى و.

د بګرام امنيه قوماندان سمونوال محمد معصوم فرزه يي  پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياده سيمه کې امريکايي ځواکونو د ښوونځي پر زده کوونکو کتابچې او قلمونه وېشل، چې ځانمرګى پلى ورغى او ځان ته يې چاودنه ورکړه.

د هغه د څرګندونو له مخې، په دغه بريد ١١ د ښوونځي زده کوونکي او دوه پوليس وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ٧ ملکي وګړي او يو پوليس ټپيان شوي دي.

دغه راز دى وايي، چې په بريد کې امريکايي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دى يې په اړه کره شمېره نه لري.

هغه وويل، چې ټپيان بېلابېلو روغتونونو او کلينيکونو ته لېږدول شوي دي.

بلخوا په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې په ياده چاودنه کې يې څلور سرتېري وژل شوي دي.

که څه هم ايساف د وژل شوو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو امنيتي سرچينې وايي چې وژل شوي بهرني سر تېري د چک جمهوريت اوسېدونکي دي.

د چک جمهوريت اوسمهال په افغانستان کې ٢٥٠ سرتېري لري او تر اوسه يې په افغانستان کې ٩ سرتېري وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې ځانمرګي بريد کې تر ١٥ پورې بهرنيو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ولسشمرحامد کرزي دغه بريد په سختو ټکو غندلى دى.

ولسمشر، پر بې ګناه خلکو په تېره بيا ماشومانو بريدونه نه بښونکى او د ديني او انساني ارزښتونو خلاف عمل بللى او ويلي يې دي: ” طالبان حتى د روژې په مبارکه مياشت کې هم د بې ګناه خلکو له وينو تويولو لاس نه اخلي او ويې ښوده چې د انسان او ان ماشومانو ژوند ورته هېڅ ارزښت نه لري. “

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.