ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: لومړنۍ پايلې د ټاکنيز بهير بشپړېدو پر لور ګام دى

کرزى: لومړنۍ پايلې د ټاکنيز بهير بشپړېدو پر لور ګام دى

author avatar
8 Jul 2014 - 16:46
کرزى: لومړنۍ پايلې د ټاکنيز بهير بشپړېدو پر لور ګام دى
author avatar
8 Jul 2014 - 16:46

کابل (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٣): ولسمشر حامد کرزي، د دويم پړاو ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو اعلان د هېواد د ټاکنيزې پروسې د بشپړېدو په لاره کې يو بل ګام بللى دى

د ټاکنو خپلواک کمېسيون له پنځه ورځني ځنډ وروسته، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې پرون اعلان کړې، چې له مخې يې اشرف غني احمدزي د ٥٦،٤٤ سلنې رايې په ترلاسه کولو سره له ډاکټر عبدالله وړاندې دى.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري، نن ( د چنګاښ ١٧ مه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ټاکنو په دواړو پړاونو کې د خلکو پراخه ګډون يو ځل بيا د ډيموکراسۍ او د ملي حاکميت د پياوړتيا په اړه د افغانانو ژمنتيا څرګنده کړله.

ولسمشر په دغه خبرپاڼه کې ويلي: ” زموږ درنو خلکو په پوره يووالي، صبر او زغم سره د ټاکنو لومړنيو پايلو ته انتظار ويست، د ټاکنو ګټونکى به هغه مهال معلوم شي، چې له پاکو رايو څخه ناپاکې رايې جلا او ټولو شکايتونو ته لاسرسى وشي.”

کرزي همدارنګه ويلي، دواړه ټاکنيز خپلواک کمېسيونونه دنده لري، چې په پوره بې پلوۍ او روڼتيا او د خپل تاريخي مسووليت په پېژندلو سره د رايو څېړنه تر سره کړي.

پر دې سربېره ولسمشر کرزي هيله څرګنده کړې، چې د ولسمشرۍ کانديدان په دغه مهم کار کې له ټاکنيزو کمېسيونونو سره مرسته وکړي او دغه ملي پروسه بريالۍ کړي.

ولسمشر کرزي،  د ولسمشرۍ له کانديدانو غوښتي ، چې د هېواد ملي ګټو ته په پام سره د تفاهم لاره په مخ کې ونيسي.

ولسمشر کرزي، د دې خبرې په څرګندولو سره چې د امنيتي ځواکونو له قربانيو پرته د ټاکنو تر سره کېدل ناشوني و، ويلي چې د افغانستان خلک به هيڅکله هم د ټاکنو د امنيت ساتلو لپاره د خپلو بچيانو قربانۍ هېرې نه کړي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.