جلال اباد (پژواک ١٧ چنګاښ٩٣): ليکوال، شاعر او د خيريه چارو فعال باز محمد عابد وايي چې انسانيت ته د خدمت په موخه يې بې وزلو معلولينو او معيوبينو ته د بايسکلونو اخيستو لړۍ پيل کړې ده.
نوموړي له تېرو څو مياشتو راهيسې د ټولنيزو رسنيو له لارې مرستې راجلب کړي او بيا يې پرې بېوزلو معيوبينو او معلولينو ته بايسکلونه پېرلي او پرې وېشلي يې دي.
بازمحمد عابد له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې په ډاګه کړه، چې تر اوسه يې شاوخوا دوه ميليونه افغانۍ مرستې ټولې کړې او نږدې سل بايسکلونه (ويلچر) اخيستي دي.
هغه زياته کړه، دوه کاله وړاندې يې يو شاعر ملګرى شرر ساپى د ګاز ډبې چاودنې له امله په داسې حال کې وسوځېد چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ و.
دى وايي، هغه مهال يې په فېسبوک کې شررساپي ته د مرستې راټولولو کمپاين پيل کړ، هماغه و چې په ډېر کم وخت يې زياتې پيسې راټولې کړې او نوموړى يې تر ترکيې ورساوه او اوس د خداى په فضل روغ جوړ دى.
عابد وويل: ((کله چې شرر تر درملنې وروسته بېرته راغى، د ننګرهار په مرکزي روغتون کې و، هغه يې يوه بايسکل (ويلچر) ته اړتيا وه، خو له بده مرغه په ټول روغتون کې يو مات ويلچر و.))
دى وايي، له هغه وروسته يې په فېسبوک کې ياده ستونزه شريکه کړه هماغه و چې يو شمېر ملګرو ورسره مرستې پيل کړې او پر له بې وزلو او معذورو کسانو سره يې د بايسکلونو د مرستې لړۍ پيل کړه.
د عابد په خبره، چې تر دې مهاله يې ٧٩ ويلچرې پر معيوبينو وېشلې دي چې په کې مېرمنې، ماشومان او سړي شامل دي.
هغه زياته کړه، چې په جلال اباد کې يې دوو سيکانو ته چې معيوب وو، هم بايسکلونه ورکړي دي.
د ده په خبره چې دى ياده پروسه په ډېر شفافيت سره پر مخ بيايي هر شخص چې له ده سره مرسته وکړي په فيسبوک کې يې د پېسو اندازه ښيي او له هغه وروسته يې د مصرف ځاى په مستند ډول د فيسبوک پر دېوال ږدي.
باز محمد عابد وايي چې هنرمند ايوب استاد لپاره يې هم له دوه سوه زره زياته مرسته راجلب کړې ده.
دى وايي چې د مرستې په راجلبولو کې ورته تر ټولو جالبه دا وه چې له ايوب استاد سره د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين هم مرسته وکړه.
ده زياته کړه: ((کله چې والي صيب مرسته وکړه، نو ما وويل چې اوس وطن جوړيږي چې مولوي د سندرغاړي سره د هغه د صحت لپاره مرسته وکړه.))
د باز محمد عابد په وينا، په ننګرهار کې مينه مجله هم له اقتصادي بحران سره مخ وه او ده د يادې مجلې لپاره کمپاين پيل کړ او په يوه اونۍ کې يې ١٤ سوه مجلې وپلورلې چې له مله يې د بلې مجلې د چاپ لپاره يې پېسې برابرې کړې.
بازمحمد عابد وايي چې دى غواړي په راتلونکي کې د باز خېريه بنسټ په نوم يوه ټولنه رامنځته کړي او خپلې چارې نورې هم پراخې کړي.
دى وايي، چې د مظلومانو لپاره د سواد کورسونه جوړوي او له بې وزلو سره به يې په بېلابېلو برخو کې مرستې روانې وي.
عابد زياتوي: ((که څه هم زه يو بې وسه او فقير انسان يم، خو په پوره صداقت سره مې جولۍ نورو ته نيولې وي او د بې وزلو لپاره ترې سوال کوم.))
د هغه په وينا، د مرستې په جريان کې يې هر ډول ژبنۍ،قومي،نژادي او نورې پولې نړولي او هر څوک چې بې وزله و له هغه سره يې مرسته کړې ده.
په جلال اباد ښار کې مېشته ٥٤ کلنه نور بي بي چې يوه پښه يې نشته پژواک اژانس ته وويل چې له شلو کلونو راهيسې يې پښه پرې ده.
هغې زياته کړه، چې دوه کاله مخکې يې بايسکل مات شو او له ډېرو ستونزو سره مخ وه.
نوموړې وايي چې زوى يې د ويلچر د اخيستو توان نه لاره او په خپله به ټوله ورځ او شپه په کټ کې ناسته وه.
نور بي بي وايي: ((يو ګاونډي مې راته عابد ورور وښود، ده ته دې خداى خير ورکړي ما ته يې ويلچر راوړو، اوس مې ډېر مشکل حل دى.))
د جلال اباد ښار يو بل معيوب رويندر سنګه پژواک اژانس ته وويل چې وړم کال يې پښې فالج وهلې وې او له هغې وروسته يې پښو کار پرېښود.
ده وويل چې په بازار کې يې ورور ته چا بازمحمد عابد ښودلى و او له اړيکې وروسته ورسره باز محمدعابد د ويلچر مرسته وکړه.
نوموړي وويل: ((تېر کال خو ما ويساک په کور کې تېر کړ، مګر کله چې عابد راته ويلچر راکړ ويساک ته په کې لاړم، ده ما سره داسې نه هېرېدونکې مرسته کړې چې تر مرګه به مې هم له ياده ونه وځي.))
ليکوال، شاعر او د فيسبوک کاروونکى سهارګل اميرزى د باز محمد عابد د خيريه کارونو ستاينه کوي او وايي چې د نوموړي د برياليتوب راز په دې کې دى چې دى په پوره صداقت او ايماندارۍ سره ياده پروسه پر مخ وړي.
نوموړي وويل: ((عابد چې کله مرسته ترلاسه کړي د پيسو تصوير وباسي او فيسبوک کې يې پورته کړي، کله چې پرې کوم څه واخلي او چا سره مرسته وکړي له بېلونو سره يې تصويرونه فيسبوک ته پورته کړي.))
اميرزى وايي چې عابد تل د سوال لمن غوړولې او د وطن د يوه مظلوم لپاره خيرات غواړي او دغه خيرات په داسې طريقې اړمنو خلکو ته رسوي چې په شفافيت کې يې خو نه وي.
ده زياته کړه: (( نن سبا خلک د خپل ځان په غم کې دي خو باز د بل لپاره سوال کوي او دومره اخلاص مند دى چې زه يې سارى ډېر کم وينم.))
د نوموړي په وينا چې له فيسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو څخه عابد په پوره ډول سالمه ګټه پورته کړې او پر نورو يې هم غږ وکړ چې د عابد په څېر دې ترې ګټه پورته کړي.
ياده دې وي چې باز محمد عابد په ننګرهار کې د خير ښګيڼو د کارونو تر څنګ فرهنګي چارې او د مشال راډيو سيمه ييزه خبريالي هم پر مخ وړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP