وروستى تعقيب – کندهار (پژواک ١٨ چنګاښ ٩٣): د کندهار چارواکي وايي، چې په نننيو بريدونو کې ٢٢ بريدګر ، څلور ملکي وګړي او دوه پوليس وژل شوي دي .
دغه ډله ييز بريدونه نن د چنګاښ په ١٨مه، له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې پيل شوي وو او تر غرمې وروسته په څه کم دوو بجو پاى ته ورسېدل.
تر يادو بريدونو وروسته د کندهار والي توريالي ويسا او امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د ولايت مقام مخې ته ديوې خبري غونډې په ترڅ کې خبريالانو ته معلومات ورکړل.
امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وويل ، چې په دې بريدونو کې ٢٢ بريدګرو برخه اخيستې وه، چې دوو ځانونو ته چاودنې ورکړې او ٢٠ تنه يې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.
هغه زياته کړه، چې د ولايت پر مقام له دوو لوريو څخه بريدونه شوي وو، چې په يوه ساعت کې ټول بريدګر ووژل شول.
د نوموړي په وينا، پر امنيه قوماندانۍ هم تر بريده مخکې د موټر په وسيله چاودنه وشوه او بيا وروسته له يوې ودانۍ پر قوماندانۍ يې ډزې پيل کړې.
د جنرال رازق په وينا، په دې بريدونو کې ٢٢ تنه بريدګر ، څلور ملکي وګړي او دوه پوليس وژل شوي دي.
هغه زياتوي، چې دغه راز ٩ ملکي وګړي او څلور پوليس ټپيان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
دى وايي، چې په بريدګرو کې يو شمېر بهرنيان او د پاکستان پنجابي وسله وال هم شامل وو، خو دوى يې د نور د هويت معلومولو په موخه پلټنې پيل کړې دي.
د کندهار والي توريالي ويسا ددې بريدونو د غندنې ترڅنګ وويل، چې د روژې په مبارکه مياشت کې ټول مسلمانان روژه نيسي او د الله عبادت کوي.
خو هغه زياته کړه، وسله وال مخالفين چې د اسلام له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوي، ددې پر ځاى چې خلکو ته اسانتيا رامنځته کړي، دا ډول بريدونو سره يې خلکو ته ستونزې پيدا کړې او مرګ ژوبله يې هم ورته واړوله.
نوموړي دغه بريدونه غير اسلامي او غيرانساني وبلل.
د کندهار د ميرويس روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې دوى ته ټپيان راوړل شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل ، چې پر ولايت د بريد پر مهال امنيتي غونډه روانه وه، چې په کې يو شمېر بهرنيانو هم برخه اخيستې وه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.