لښکرګاه (پژواک ۱۹ چنګاښ ۹۳): د هلمند د کرنې رياست وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د هندواڼو او خټکیو حاصلات ډېر شوي دي.
د دغه ولایت دکرنې سرپرست ريیس روح الله روان پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال په هلمند کې پالېزونه چنجيو نه دي وهلي او د نورو کلونو په پرتله هوا هم مناسبه وه.
نوموړي زیاته کړه، چې د تخمونو اصلاح کول، د کرنې رياست له لوري د نمايشي پالېزونو جوړول او د کروندګر د تجربو زياتېدل د حاصلاتو د ډېرېدو لامل دي.
د کرنې سرپرست وويل، چې د دغه ولايت هندواڼې او خټکي پر هلمند سربېره نورو ولايتونو ته هم لېږدول کېږي.
ده ونه وويل، چې روان کال د هلمند ولايت پر څومره ځکمه هندواڼې او خټکي کرل شوي وو او د تېرو په پرتله يې حاصلات څومره ډېر دي.
ګلاجان هغه کروندګر دى چې له ناوې ولسوالۍ يې هندواڼې او ختکي لښکرګاه ته د پلور لپاره راوړي دي.
دى وايي، خوښ دى چې د تېر کال په پرتله يې حاصل ښه و او ډېرې پيسې به وګټي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP