Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې مدني ټولنو د ولسمشر د انځور څيرول وغندل

جلال اباد (پژواک ١٩ چنګاښ ٩٣):  په ننګرهار کې د مدني ټولنو فعالان د ډاکتر عبدالله عبدالله د پلويانو له لوري د ولسمشر حامد کرزي د تصوير څېرې کېدل غندي او ياده چاره برحال ولسمشر ته سپکاوى ګڼي.

دوه ورځې مخکې د لويې جرګې په خېمه کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د غونډې پر مهال د هغه پلويانو د ولسمشر حامد کرزي انځور چې د جرګې پر دېوال لګېدلى و، څېرې کړ.

په جلال اباد ښار کې د چنګاښ په ١٩مه د يو شمېر مدني ټولنو فعالينو د يوې خبري غونډې پر مهال د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د پلويانو له خوا د ولسمشر حامد کرزي انځور ته سپکاوى د ټول افغان ولس سپکاوی وباله او د دوی دغه کار يې په کلکه وغانده.

هغوى له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل چې د هېواد د ملي ارزښتونو د خونديتوب او ساتنې په موخه دې د دې ډول پېښو عاملين په جدي ډول تعقيب کړي.

د مدني ټولنې غړي ډاکټر اسدالله ښاليز پژواک اژانس ته وويل چې د  اصلاحاتو او همپالنې ټيم په هغې غونډه کې چې د دوى ټول مشران په کې ناست وو، د امنيتي کسانو او نورو پلويانو له لوري د لويي جرګې په خېمه کې د ولسمشر حامد کرزي تصويرونه څېرې شول.

نوموړي زياته کړه: ((دا خو د قانون خلاف عمل دی، حامد کرزی خو يو منتخب ولسمشر دی زه له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوم چې هېچا ته د دې اجازه ورنه کړي، چې ملي ارزښتونو ته زيان ورسوي.))

دغه راز په دې غونډه کې افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي جيمز ډوبنز هغه څرګندونې چې د ټاکنو او رايو د پايلو د اعلان مخالفت او د اېتلافي حکومت غوښتنه يې کړې، په کلکه رد او ويې غندلې.

د مدني ټولنې يوه بل فعال نعمت الله همدرد وويل چې نړيواله ټولنه دې يواځې د يوه ناظر په توګه له ټاکنيز بهير څخه نظارت وکړي.

ده وويل که چېرې امريکا او يا نور متحد هېوادونه د ټاکنو په بهير کې لاسوهنه کوي نو دوى يې په ککله مخالفت کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.