Language

په لغمان کې د اتصالات مخابراتي شرکت دوه انتنونه سوځول شوي

جلال اباد (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٣): ناپېژانده وسله والو د لغمان ولايت په مرکز کې د اتصالات مخابراتي شرکت دوه پايې سوځولې دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د لغمان ولايت د مرکز مهترلام اړوند سيمو کې د اتصالات مخابراتي شرکت دوه پايې په بشپړه توګه سوځول شوې دي.

نوموړي وويل چې يوه پايه د مرکز مهترلام اړوند د مريم کلي په ساحه کې سوځول شوې او بله پايه د الينګار کلي په ساحه کې .

ځواک زياته کړه : (( د وسله والو غوښتنه دا وه ، چې بايد د شپې ټولې پايې بندې وي، خو اتصالات شبکې پايې نه بندولې.))

د ده په خبره ، وسله والو ددې پر ځاى چې خلکو ته اسانتيا برابره کړي خلک ځوروي، چې ولايتي اداره به د تېر په څېر يو ځل بيا د دوى پر وړاندې جدي غبرګون ښکاره کړي.

د مريم کلي اوسېدونکي خير الله پژواک اژانس ته وويل، چې د شپې شاوخوا  لس بجې وسله وال د اتصالات مخابراتي شبکې پايه سوځولې ده.

نوموړي د وسله والو پر يادې چارې خواشيني څرګنده او زياته يې کړه ، چې دوى يې له ټېلېفوني اسانتياوو څخه بې برخې کړي دي.

Related Topics