Language

امنيتي چارواکو د ٢٢ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

اسعد اباد (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩٣): د کونړ او نورستان چارواکي وايي، چې د دې ولايتونو د ناامنيو په بېلابېلو پېښو کې ٢٢ تنه وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.

د کونړ د دويمې پلې لوا وياند جګړن هارون يوسفزي د جمعې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار وسله والو طالبانو د ناړۍ ولسوالۍ د عبدالباري د ملي اردو پر پوستې بريد وکړ.

ده زياته کړه، وسله وال د ملي اردو تر بريد لاندې راغلل، چې په ترڅ کې يې لس طالبان ووژل شول.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې په دې بريد کې د دوى يواځې درې تنه وژل شوي دي، خو مقابل لوري ته يې هم مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه راز د کونړ د شيګل ولسوالۍ په اوبو ناو سيمه هم، نن سهار څلور بجې وسله والو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى دى.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې ٤ وسله وال طالبان او يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوي او شپږ طالبان ټپيان دي.

د ده په وينا، يو ټپي يې د تېښتې پرمهال نيولى هم دى.

خو وسله وال طالبان بيا وايي، چې پر امنيتي پوستې بريد کې يې پوسته ويجاړه کړې او ١٢ عسکر يې وژلي دي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، په دې پېښه کې د دوى يو تن وژل شوى او درې ټپيان دي.

له بلې خوا تېره شپه وسله والو طالبانو د نورستان د برګمټال ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې هم بريد کړى دى.

د برګمټال ولسوال مولوي محمد اسماعيل وايي، په دې پېښه کې پنځه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

ده زياته کړه، دغه راز ٣ د ملي اردو، ٢ ملکي وکړي او يو سرحدي پوليس په دې نښته کې ټپيان شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، په دې بريد کې يې دوه عسکر وژلي او ٣ ټپيان کړي دي.

د يو بل خبر له مخې، د کونړ امنيه قوماندان وايي، چې تېره شپه بې پيلوټه الوتکې د اسمار ولسوالۍ پر ډب خوړ سيمه هوايي بريد کړى، چې په ترڅ کې يې دوه طالبان وژل شوي دي.

 

Related Topics